افغانستان

امریکا تېر کال دولتي عسکرو ته د لسګونه میلیونو ډالرو په ارزښت جنګي وسایل پېرلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په بنسټ، په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټ شوي، د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا پر مرستو د څار اداره «سیګار» وایي، امریکا تېر کال د د دولتي عسکرو د اکمال په موخه د ۸۲ میلیونه ډالرو په ارزښت جنګي وسایل پېرلي.

امریکاغږ راډیو د سیګار د وروستي راپور په اساس لیکلي، چې د تېر میلادي کال «۲۰۲۰» د اګست د میاشتې له ۳۱ څخه د اکتوبر د میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې د امریکا متحده ایالاتو د ۸۲ میلیونه ډالرو په ارزښت جنګي توکي، وسایل او وسایط پېرلي چې دولتي عسکرو ته د سپارلو بهیر یې لا هم روان دی.

راپور کې وړاندې راغلي، چې په سپارل کېدونکو وسایطو کې ۲۱۸ هاموي موټرونه هم شامل دي، چې څه باندې ۵۱ میلیونه ډالر ارزښت لري.

امریکا داسې مهال دولتي عسکرو ته جنګي وسایل او وسایط پېرلي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس د بهرنیو ځواکونو ستره برخه له افغانستانه وتلي او افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله تر ټولو ټيټي کچې ته رالوېدلی.

د یاد تړون په اساس ټول بهرني ځواکونه به د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځی او دلته شته نظامي اډې تخلیه کړي.

بل لور ته دغه مرسته داسې مهال ده، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیل شوی دی.

طالبانو تر دې وړاندې له دولتي عسکرو سره د ناټو مرستې ته په غبرګون کې ویلي وو، چې د افغان سولې د خبرو له دوام سره جوخت د دولتي عسکرو سره د نظامي مرستو دوام، د سولې ضد عمل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اوایلو کی امریکا فکر کولو چه د دوی عسکر تر هر چا ښه روزل شویو مګر سره د دی د افغانستان د میړنو مجاهدینو مقابل کی د ماتو سره مخ شول، امریکا دی نتیجی ته ورسیدله چه افغانی عسکر به تر امریکایی عسکر ډیر تکړه او زړور وی . نو ځکه یی ورته تر زیاتی کچی وسله او وسیلی ورکړی فکر کوی چه که افغانی عسکر کافی وسلی ولری د مجاهدینو مخه به ډب کړی . مګر امریکایان تر روسانو هم احمقتره دی ، فکر نه کوی چه جنګ وسله نه وسله چلونکی کوی او وسله چلونکی هله بریا تر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx