
جمهوریت (!) سوړه وکړه
زخمي افغان
خبر دی چې د قومندان علي پور په نوم یوه محلي ټوپکمار د میدان وردګ ولایت د بهسودو د دوهمې حصې د ولسوالۍ مرکز تر خپل کنترول لاندې راوستی دی. اشرف غني چې د واکمنېدو له پیل سره یې د قدرت د جزیرو د ختمولو ټټر وهلی و. د دې په ځای چې د لویو جنګسالارانو او د قدرت د محلي برمته ګرو لاسونه لنډ کړي دا دی د جمهوریت (!) په خیټه کې یې یو بل جمهوریت را زرغون شو، چې مشري یې د قومندان علیپور په غاړه ده. د علیپور جنګیالیو څو ورځې وړاندې د اشرف غني له جنګیالیو سره خونړی جنګ وکړ. دواړو اړخونو ته درانه تلفات ورسیدل، بالاخره یې د اشرف غني د جمهوریت ساتونکي په دې اړ کړل چې د بامیانو پر خوا شاتګ وکړي او د بهسودو دوهمه حصه د علیپور ټوپکیانو ته پریږدي.
هسې خوا د اشرف غني جمهوریت (!) له اولې ورځې د چنګښو من دی. چې دوه یې په یوه لاره نه دي روان. چې عطا نور را پخلا کړي دوستم خپه شي، چې دوستم را خوشاله کړي، قیصاري غزونې شروع کړي او چې قیصاري د پیسو او تطمیع په مټ رام کړي نو بیا په کابل کې د حمید خراساني، الله ګل مجاهد او نورو زورواکو د بدماشۍ رګ وپاریږي.
خو دا لومړی ځل دی چې د جمهوریت په منځ کې عملا د یو بل جمهوریت جنډه پورته کیږي. محلي زورواکي د ټوپک په زور مکملې ولسوالۍ ته سقوط ورکوي او ارګ ته د حال په ژبه وایي چې لاس دې خلاص او توره دې تېره.
اصلي خبره دا ده چې د کابل رژیم له اولې ورځې د یوه واقعي او رښتیني نظام شکل او حیثیت نه درلود. هغه اداره چې په پلازمینه کابل کې د کوڅه ډبو زورواکو سره د مقابلې مخ نه لري، هغه به په کومو سترګو په یوه سرلوړي او تاریخي ملت د واکمنۍ دعوا وکړای شي. موږ هر کال وینو چې د ارګ په څو مترۍ کې د واکمنو حیثیت د زورواکو تر پښو لاندې پایمالیږي. بیرغ ته اور ورکول کیږي. د اشرف غني په عکس نښه پخوي. خو واکمن دومره زړه نازړه او دمصلحتونو په زولنو تړلي دي چې هیڅ هم ورته نه شي ویلی.
عجیبه بیا دا ده چې کله د سولې او تفاهم موضوع مطرح کیږي، همدغه کاواکه اداره بیا د یوه جوړ نظام او برلاس حکومت په شان فیګور نیسي او له طالبانو غواړي چې باید له بلا قید او شرطه په اصطلاح د دوی جمهوریت (!)ته تسلیم شي او حاکمیت یې ومني.
د جمهوریت ټیکه دارانو ته به ووایو چې تاسو لومړی د کابل ښار په هغو کوڅه ډبو بدماشانو خپل حاکمیت تثبیت کړئ چې د یوه چاقو په زور د ارګ ټول هیبت او حیثیت ننګوي. د ملت د سرنوشت خبره ډيره درنه دعوه ده چې له تاسو سره نه ښایي.