افغانستانسولې اړوند خبرونه

جرمني: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ دې په مذاکراتو کې له پرمختګ سره وتړل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر تر بل هر وخت را ټيټ شوی، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر«هایکو ماس»  وایي، ددې لپاره چې طالبان د خبرو له مېز څخه په شا نشي؛ نو اړینه ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې په مذاکراتو کې له پرمختګ سره وتړل شي.

هایکو ماس چې د دریو جرمني خبري اژانسونو له لوري جوړې شوې یوې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو دوام باید د سولې په خبرو کې له پرمختګ سره مشروط کړل شی او یادې دواړې پروسې په موازې ډول مخ په وړاندې یووړل شي.

نوموړي زیاته کړې «موږ باید ځانونه په دې مکلف نه کړو، چې د می میاشتې تر پایه له افغانستانه راووځو، د مذاکراتو پروسه او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ باید یو ځای مخته ولاړې شي او کله چې مذاکرات په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي، بهرني ځواکونه به افغانستان پرېږدي.»

جرمني چې د ناټو په ماموریت کې د امریکا  متحده ایالاتو دوهم ستر مالي وروسته ملاتړی دی، دا څرګندونې یې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس باید د می میاشتې تر پایه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د یاد توافق په بنسټ، تر دې دمه زرګونه بهرني عسکر له افغانستانه وتلي او سترې نظامي اډې یې تخلیه کړې دي.

ددې تر څنګ په دوحه کې د افغان سولې د خبرو دویم پړاو هم پیل شوی دی؛ خو د څلورو اوونیو په تېرېدو لا هم پکې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

وایي چي یو ځوان مسافر وو. په کور کي یې مور مړه سول. خپلوانو د اکا زوی پسي واستاوه چي خبر یې کړه خو داسي په کنایي کي یې پوه کړه. داسي نه چي د ناببره غمناکه خبر بده اغیزه پر وسي. دا چي شاید د اکا د زوی مور د جرمني څخه وه نو ورغلي دی او هغه ځوان ته وایي چي په کنایي کي درته وایم چي مور دي مړه ده. په اردو ژبه کي بیا ټوکه ده چي ماشوم مور ته ورږغ کړل چي په اخبار کي خبر راغلی دی چي د کټوي دارو ګران سوي دي.… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

جرمنی سر پیاز، کون پیاز ، جرمنی اوس هم تر نورو اروپایانو زیات غلام دی نه پوهیږم څو زره امریکایی فوځ ( لونډان ) جرمنی کی پراته دی کوم هیواد کی چه د بل هیواد عسکر پراته وی هغه حکومت غلام دی که مقاومت شتون لری ملت ته غلام نه ویل کیږی لکه زمونږ هیواد حکومت غلام اما ملت یی د مقاومت په حال کی دی غلام څه چه مجاهد ولس ورته ویل کیږی.
نو چه امریکا ووایی مرغۍ والوته جرمنی به هم وایی مرغی والوته که وایی اسمان وریځ دی جرمنی هم وایی پرون لا وریځ وه او او………………

قیامت دی

قویترین اقتصاد لری، اتوم لری نریوال قدرت دی یو جمع ۶ جملی خخه دی. ستا او نوری اسلامی هیوادو زوانان ستاسو د لاسه هلته د جرمنیانو سپی پریوی او حتی د همدی پست کار لپاره لا تابعیت نه ورکوی. جرمنیان تاسو غوندی نه دی چی ##### بیانزیه اوس نو ته ووایه چی سر پیاز یی که کون پیاز؟ زه مو دنژدی پیژنم دیر ## او بی زایه غرور لری مطمین یم چی ## به سی. د حکومت او خارجیانو صفت نکوم هغوی تر تاسو بد خلک دی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x