افغانستان

ننګرهار: جلال اباد ښار کې يو قاضي وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): نن سهار په جلال اباد ښار کې يو تن قاضي د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چې نن سهار شاوخوا اته بجې د حفيظ الله په نامه يو تن قاضي د جلال اباد ښار څلورمې حوزې اړوند چپرهار اډه سيمه کې وژل شوی دی.

د ننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان رسنيو ته ويلي دي چې قاضي حفيظ الله هغه مهال د وسله والو په ډزو ووژل شو چې خپلې دندې ته په لاره و.

د ننګرهار استناف محکمې رسنيز دفتر هم د نوموړي وژنه تاييد کړې ده او ویلي يې دي چې قاضي حفیظ الله د استناف محکمې د تجارت دیوان غړی و.

تر اوسه ددې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخيستی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx