افغانستان

میدان وردګ: د علیپور ملیشو د بهسودو ولسوالۍ ودانۍ سوځولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د شیعه ملیشو قومندان علیپور اړوند مسلحو کسانو د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ ودانۍ له نیولو وروسته سوځولې ده.

دا پېښه تیرماښام په داسې مهال رامنځته شوې، چې د بهسود حصه اول ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو او نامسئولو وسله والو قومندان عبدالغني علیپور ترمنځ د روانې شخړې د حل په موخه د ملي امنیت شورا یو پلاوی هلته په خبرو بوخت وو.

د میدان وردګو ولایت امنیتي سرچینې وايي، د علیپور وسله والو بیګا ناوخته د بهسودو حصه اول ولسوالۍ په مرکز برید کړی، چې له امله یې دولتي عسکر د ولسوالۍ مرکز څخه شاتګ ته مجبوره او د ولسوالۍ د تعمیر او ملي امنیت مرکز په ګډون ټولې دولتي ودانۍ د علیپور ملیشو سوځولي دي.

د نامسئولو وسله والو قومندان عبدالغني علیپور چې د غور ولایت اوسېدونکی دی، له څه مودې راهیسې د میدان وردګ او بامیانو ولایت پر لویه لاره مسافر تښتوي او قومي شخړو ته لمن وهي.

نوموړی دوه کاله مخکې په کابل ښار کې د پولیسو لخوا نیول شوی ؤ؛ خو وروسته د اشرف غني د دویم مرستیال سرور دانش په ضمانت خوشې او دا مهال په بامیانو ولایت کې د سلګونو قومي او مذهبي ملیشو مشري په غاړه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

لشکر فاطمیون ته لاره هواره ول دی کنه نو د دوی ټکول کومه غټه خبره نده یو جمعه خان همدرد یی بس دی. که زمونږ د کلی نعیم کوچی مړ دی خو ځامن یی ژوندی دی وخت به یی راشی بیا به ور څخه رمی راوړو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx