افغانستان

پنټاګان: افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه پرېکړه نه ده شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت «پنټاګان» وایي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د دوام په اړه بحثونه روان دي او لا هم په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د پنټاګان ویاند «جان کربي» چې تېره ورځ یې په واشنګټن کې رسنیو ته خبرې کولې وویل، چې امریکا په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو او د سولې تامین ته ژمنتیا لري او داسې سیاسي جوړجاړي ته ژمنه ده چې د افغانستان حکومت یې هم برخه وي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه له ناټو او نورو متحدینو سره بحثونه روان دي او لا هم په دې اړه ډاګیزه پرېکړه نه ده شوې.

د کربي په خبره، په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو شمېرې ارزول کېږي او تر هغه وروسته به په دې اړه د امریکا ستراتيژي اعلانېږي.

د پنټاګان پورتنی مؤقف داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټ شوی دی.

ددې توافق له مخې ټول بهرني ځواکونه مکلف دي، چې د روان میلادي کال تر می میاشتې پورې له افغانستانه ووځي او خپلې نظامي اډې تخلیه کړي.

تر دې وړاندې پنټاګان ویلي وو، چې د ټرمپ د ادارې له لوري له طالبانو سره لاسلیک شوی تړون بیا ځلې ارزوي او دا معلوموي چې طالبانو په توافقنامه کې کړې ژمنې څومره عملي کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

تاسی یرغلګر د توري په زور ویستل کیږی ان شاءالله.

طوطی

پدی خبرو ویجاړ مورال نور نشی جوړیدای. طالبان د دا فکر له سره وباسی چی بیا به د زور او بدماشی امارت چلوه اوس افغاننستان ډیر تغیر کړی. ایران او مسکو به بالاخره طالبانو ته شا کوی ځکه چی هغوی هم د طالبانو اصلیت باندی پوه دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx