
په افغانستان يرغل امريکا ته ندامت، تاوان او خجالت ورکړ
بخت الرحمن شرافت
ښه مصداق یې په افغانستان کې د امریکا او ورسره نورې کفري نړۍ اوسنی وضعیت دی، امریکايي مفکرین او نظامي ماهرین د افغانستان اوسني وضعیت او حالت له حسرت او ژور خفګان سره مخ کړي دي، هیڅ نه پوهیږې، د څه لپار راغلي وو، څه مو کول او څه سره مخ شوو، پیسې مو څه شوې هغه شل کاله مخکې د نړیوال حیثیت ګراف مو کوم ځای باندې قرار لري، نړیواله اقتصادي کچه مو چیرې ده، دا هرڅه ولې وشول، زمونږ ملیاردونه ډالر مصرف ولې هیڅ ګټه ونه کړه.
کفار او متحدین یې نه پوهیږي او نه به پوه شي ژوندي به یې دې دنیا کې د حسرت او پښېمانۍ سره مخ وي او مړي به یې په اخرت کې د ندامت چیغې وهي، ځکه د الله عز وجل په عظیم کتاب کې د دوی د ناپوهۍ او سر تمبګۍ په اړه واضح ایاتونه موجود دي، ((ختم الله علی قلوبهم وعلی سمعهم وعلی ابصارهم غشاوة ولهم عذاب عظیم.))
د نړۍ د یوې لویې برخې کفارو د سترې امریکا په ملتیا افغانستان باندې له نن څخه شل کاله وړاندې برید وکړ په ملیاردونو ډالر يې ددې لپاره مصرف کړل څو دغه هیواد کې خلک له دین څخه لرږ کړي، د سپیڅلي اسلام او مقدس دین په خلاف یې د ډالرو په زور لښکرې جوړې کړې څو د مجاهد او جهاد نوم له دغې نقشې څخه د تل لپاره حذف کړي.
د محلي پولیسو په نوم یې د بد کارو بد کردار خلکو ډلې جوړې کړې، ځوانان یې د هغو پیسو په مقابل کې چې د صدوا عن سبیل الله لپاره یې له خپلو خلکو څخه راټولې کړې وې، دغو ډلو ته راجلب کړو، ددې لپاره چې ددغو ځوانانو دماغونه او اعصاب ښه مختل کړي څو د ښو او بدو توپیر ورڅخه ورک شي ورته یې رقم رقم نشې او د بد اخلاقۍ پراخ وسائل په واک کې ورکړل، د هیڅ قانون پابند نه وو، هر څه چې یې زړه غوښتل هغه یې کول، بس چې دین مسخره او د دیندارۍ مخه ونیسې هره بده کړنه یې ورته ښه برېښولې وه، په هیواد کې یې نیکان او دیندوست او پردین مین خلګ ورباندي پریشانه کړو څوک یې هجرت ته اړ کړل، ځینو نورو یې بیا په وړاندې وسله پورته کړه د مجاهدینو څنګ ته ورغلو د ابوسفیان د جهالت او ناپوهۍ فلم یو ځل بیا تکرار شو، غوښتل یې چې د الله دین ته د تل لپاره فنا کړي، کفر او شرک ته بقا ور وبخښي، خو هیڅ ګټه یې ورته ونه کړه بلکې (ثم تکون علیهم حسرة)) حالت کې د قهر غضب او پښېمانۍ ګوتې غاښونو باندې زبیښي.
له خلکو سره د مرستو او کومک لپاره یې د مؤسساتو او مرستندویه ټولنو په نوم د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د یهودیت او نصرانیت پالونکو ته بلنه ورکړه چې راشي د خلګو د اذهانو او افکارو اړولو باندې کار وکړي، فرصت دی، د ډالرو باران دی، د کمزوري ایمان خاوندان په عیش او عشرت باندې وغولوۍ، پرېمانه دولت یې په واک کې ورکړ څو د تش تمدن، غربي بې معنی تهذیب او د بشر د حقوقو په نوم د کمزوري او ضعیف ایمان لرونکي ناپوهه خلګ وغولوي، د مالونو او محلونو په مټ یې له ځان سره ملګري کړي.
که څه هم لنډ وخت لپاره یې مسلمانان پریشانه کړل، د اسلامي امت په منځ کې یې د نفرتونو او دښمنیو تخم وشیندۀ، څه تالي څټي یې په دې قانع کړا چې عام مسلمانان په تکلیف او دیني بنسټونه تضعیف کړي، د ضعیفې او کمزورې عقیدې خاوندان یې له ځان سره ملګري کړل، ددې عصر پرمختللې وسلې یې د دین پر مدافعینو باندي استعمال کړې، د ګوتو په شمیر څو سست عنصره یې د پیسو په زور واخیستل څو د هر هغه افغان د کور ادرس په لاس ورکړي د چا زړه کې چې د یرغلګرو کفارو سره د نفرت او کرکې حس پروت و، د لږ وخت لپاره یې په خلکو کې وېره او خوف خپور کړ، خو وروسته یې ګټه وکړه، ښه او بد یې سره جلا کړل، خبیث خلک ورسره ملګري شول او طیبو بیا د غرو او درو په لور مخه کړه، د امریکايي یرغل په مقابل کې د جهاد او مقاومت لومړنۍ ورځي وې، د هغه وخت د غلامې ادارې د اروزګان له والي (جان محمد) سره کوم خبریال مرکه کوله:
خبریال جان محمد ته وایي په غرونو کې ځای ځای طالبانو ستاسو په خلاف وسله پورته کړې ده، څنګه یې بولئ د دومره غټ قوت په مقابل کې به د دوی مقابله کومه پایله ولري، جان محمد ورته وایي، زدکړې مې نه دې کړې، نه مې نظامي پوهنتون ویلی، له تېرو شلو کلونو جګړیزو تجربو ته چې وګورم دغه خلګ یې ګټي، ځکه دا خلګ ولاړ او مونږ ناست یو افغانستان کې یې همېشه ولاړ خلګ ګټي، غرض مې دا وو چې د امریکا یرغل افغانستان کې نیکان خلګ ولاړې ته مجبور کړل او بد یې له ځانونو سره کښېنول، هغه وو چې اکثره ناست خلک پرېوتل.
امریکا یواځې دې باندې اکتفا ونه کړه د یهودیت او عیسویت مبلغینو ته یې هم پیسې په واک کې ورکړې ښارونو کې یې د روغتیا، ښځو او ماشومانو حقوقو او بیا رغونې او جوړونې تر پرده لاندي د یهودیت، لادینۍ او عیسویت تبلیغ پیل کړ، ځینې خلګو ته یې ویل چې د دین په نوم باندې علماوو یرغمال کړي یاست، نورو ته یې بیا ویل ستاسو د پرمختګ او ترقي لاره علماوو نیولې، نور یې بیا د ښځو د حقوقو په نوم غولول، په ټوله کې یوه برخه پیسې دلته ددې لپاره په مصرف ورسولې څو پورې د الله د دین مخه ونیسي، خو هیڅ ګټه یې ورته ونه کړه.
د ګوتو په شمیر څو کسانو که ورسره سر ښورولی وي چې خبره مو پرځای ده چې تاسو څنګه وایاست هغسې راسره شوي ډيرو د دوی بې بنسټه (دعوه سمه استقبال نه کړه بلکې مقابله یې ورسره پیل کړه، ځوانانو جهادي سنګر ته مخه کړه، عالم په وینا، لیکوال په قلم، سوداګر د مجاهد په لاس نیونه او بسپنه د نړۍ د ستر او مغرور ښامار په وړاندې قربانۍ ته ملا وتړله.
هغه اربکیان یا محلي پولیس چې دوی ورباندې سرمایه ګذاري (پانګونه) کړې وه، روزلي یې وو وسلې یې ورکړې وې، موټر او وسائل یې په واک کې ورکړي وو، دلته یې هم هیلې او ارزوګانې ټولې سرچپه شوې، کوم اربکیان چې دوی د دین او دیندارې طبقې د ځپلو لپاره اکمال کړي وو، ډیرو یې د ټوپکو خولې په قرارګاوو کې خپلو مشرانو باندي رواړولې څوک یې په ویښه او نور یې په ویدو ووژل، له وسلو او امریکایي وسائلو سره یو ځای له مجاهدینو سره یو ځای شول، نورو یې د افغانستان د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمېسیون له استازو سره اړیکې ټینګې کړې، هغه وسلې چې د امریکایي ډالرو په مټ ورته رانیول شوې وې د دغه کمېسیون له لارې یې امارت ته تسلیم او دوی خپلو کورونو ته ستانه شول، سوله يیز ژوند یې غوره کړ.
همدارنګه هغه کومنډویان چې دوی ورباندې ډېره پانکونه کړې وه، د دوی د روزنې او ناروا انګېزې ورکونې لپاره یې د نړۍ په کچه مفکرین او روزونکي ګمارلي وو ورته هیڅ ګټه یې ونه کړه، حتی ځینو د ویښ ضمیر خاوندانو او د ازاد وجدان لرونکو خو لا هلته د روزنې پر وخت درک کړه چې روزونکي مو خطا او دغه روزنه مو سمې لارې ته نه سوق کوي، هغه میدان کې یې د ټوپکو خولې پر هغو غربي روزونکو او فکري غولوونکو باندې راوا ړولې چې غرب یې روزولو او تربیه کې ډيره پانګونه کړې وه (دغې پروسې هم کفارو ته هیڅ ګټه ونه کړه بلکې له سخت حسرت او ندامت سره مخ شول)
یوه برخه پیسې یې بیا هغو کسانو په واک کې ورکړې څوک چې تش په نوم افغانان او له دوی سره له غربه په بدرګه راغلي وو، هغه ټول د تېرو نظامونو تجربه شوي له ډېرو امتحاني دورو څخه تیر شوي چالاک او مکار افغانان وو، هغه په دې پوهېدل چې افغانستان کې هیڅ قوت هم په پیسو او دولت باندې د دین مخه نه ده نیولې، دوی ته خو یې ډاډ ورکاوه( ښه بېلکه يې د غلامې ادارې د ننګرهار پخوانی والي دی، وایي یو وخت کوم کس ورغلی و دغه کس به خلګو ته پیسې ورکولې، وایې ده ورته وویل (پلانیه خبر شوی یم خلګو ته پيسې ورکوې، دا مه کوه ځان مه غولوه مونږ هم یو وخت غولېدلي وو، خلکو ته مو پیسې ورکولې، دا افغانستان دی او د عقیدې جګړه روانه ده، دلته پیسې جنګونه نشي ګټلی، چې په لاس درځي جیبونو کې یې اچوه، نو هغه وو د انقلاب مجربو او مکارو ټیکه دارانو ته چې هرڅه په لاس ورتلل جیبونو ته یې اچول، امریکایي بادارانو ته یې ویل هسې پیسې راکوئ دلته د پیسو ضرورت دی نور هر څه کنټرول دي، نور وخت رارسېدلی چې دلته به بیا څوک نه د استقلال، نه د ازادۍ او نه خو د ارادیت نوم واخلي تاسو به یاست او ستاسو باداري به وي چې هرڅه وایاست هغه به دلته پلي کیږي، پیسې را ډيرې کړئ دغه خلک دیرش کلن انقلاب ځپلي، د تېر انقلاب د جهاد او مجاهدې پایله یې لېدلې، د شوروي اتحاد له ماتې او شکست څخه وروسته چې کله مجاهدین په خپلو کې سره ښکر په ښکر شول، نور یې جهاد په افغانستان کې بد نام کړ د دغې سیمې خلک د پیسو په مقابل کې هرڅه کوي، امریکا او ټلواله یې په دې نه پوهیده چې کومې پیسې چې په یوه لاس یې له مونږ څخه کابل کندهار او شينډنډ هوایي ډګرونو کې تسلیموي هغه له کومې بلې لارې څخه بیرته بهر ته وځي، فکر یې کړی وو چې زمونږ هره روپۍ به دغه هیواد کې شرک او کفر ته لاره هواروي د دین او دیندارۍ مخه به نیسي خبر نه وو، چې دلته پیسې کار نه باسي، دلته عقېده او دینداري مهمه ده دلته عقېده د پولادو دیوالونه نړوي.
خو د نړۍ ستر طاقت دعوه کوونکو او په مادي نړۍ کې د دنیا د لویو لویو علمي او تحقیقاتي ادارو لرونکې هیواد امریکا ته دا نه وه معلومه چې الله پاک خپل دین ساتي او ددغه دین د حفاظت او ساتلو زمه واري الله په خپله اخیستې، که یوه ډله خلک کمزوري او ضعیف شي ددې جوګه نه وي چې د الله د دین خدمت دې وکړي نور پیداکیږي، داسې کمزوري او ناتوانه خلک به د الله دین وساتي چې ګمان به مو نه کیږي.
غرب ددې لپاره چې شرک او بې دیني لوړه وښيي او د الله دین خلکو ته کښته معرفي کړي، ډول ډول حربې او دسیسې په کار اچوي افغانستان کې یې د غربي ډيموکراسۍ د پلي کولو په موخه د ټاکنو کمېسیون په نوم مستقل کمېسیون جوړ کړ، په سلګونو ميليونه ډالر یې ددغه کمېسیون په واک کې ورکړل څو پر مټ یې خپل ناپاک عزائم وړاندي بوځي، د مستقل کمېسیون په نوم خپلې ناپاکې او چټلې ارادې پلې کړي دا هر څه یې ددې لپاره وکړل چې د الله د وحدانیت او ربوبیت د نور په مقابل کې د کفر او شرک نور ته ځلا ورکړي، د الله کلمه ټیټه او د کفر کلمه اوچته معرفي کړي خو دغه ټول پلانونه او ارادې یې پوچې او بې ګټې تمامې شوې، (ثم تکون علیهم حسرة ثم یغلبون) الخ.
د نن ورځې خبر دی بي بي سي نشر کړی چې امریکایان وایي په افغانستان کې د ټاکنو مستقل کمېسیون ته ورکړل شوې پانګې مونږ ته هیڅ ګټه نه ده کړې له سلګونو ميليونه ډالرو څخه یو ډالر هم زمونږ په ګټه نه دی تمام شوی او نه یې هلته نظام ته ګټه کړې.
کفار د اسلام له تاریخ څخه دومره ناخبره دي کله چې ابوسفیان د پیسو او دولت په مټ د احابیشو دوه زره کسیز لښکر تیاروي د څو بې وسلې او بې توښې کسانو په مقابل کې یې په تورو، ډالونو، غشو او کمانونو سمبال د وړوکي لښکر مخې ته راباسي، لښکر ته په ډيره لویې، تکبر او غرور سره وایي چې دا فیصله کن جنګ او معرکه ده، د محمد پلویان به نور د تل لپاره ختمیږي، خو الله پاک دلته بیا خپل دین ساتي له ماتې او شکست څخه وروسته ابوسفیان او ملګري د حسرت پښېمانۍ او ندامت مظاهره کوي (ثم تکون علیهم حسرة)) الخ
امریکا چې کله افغانستان باندې برید کاوه د هغه وخت واکدار یې یوه چیغه پورته کړه او اعلان یې وکړ چې دنیا کې نورې ډلي ټپلي ختم دي، اوس دنیا پر دوو برخو ویشل شوې، یوه هغه وړوکي ډله ده چې د اسلام دعوه کوي او بله لویه ډله چې د اسلام او مسلمانانو په خلاف نن د جنګ اعلان کوي، نور هیڅوک بې پرې نه شي پاته کېدلی، یا به زما سره او یا د اسلام له پلویانو سره دریږي.
د بش له اعلان سره د نړۍ ټول کفار د مسلمانانو په مقابل کې یو صف شول، نظامي او اقتصادي قوت سره یې مسلمانانو باندي برید وکړ، داسي ګمان کېده چې نور به نړۍ کې څوک دا جرئت ونه کړای شي چې د الله د دین نوم واخلي، خو الله چې کومه وعده کړې هغه اتله ده، هغه رښتنې وعده او ثابته ده، دلته یې بیا یوځل خپله وعده پوره کړه، د داسې مظلومو او ناتوانه کسانو په مټ یې خپله کلمه لوړه او خپل نور یې بشپړ کړ، چې د وخت امریکا ورته نور په دنیا کې د ژوند کولو حق نه ورکاوه.
په ملیاردونو ډالر یې ددې لپاره مصرف کړل څو د الله د دین مخه ونیسي، کفري نور ته د الله د نور په مقابل کې ځلا ورکړي، د شرک او کفر کلمه لوړه کړي، خو دا هرڅه یې په دریاب لاهو شول، د (سیګار) په نوم امریکایي اداره چې افغانستان ته د امریکا او د امریکايي ټلوالې لخوا د ورکړل شویو پیسو د څارنې دنده په غاړه لري وایي د امریکا او ټلوالې لخوا افغانستان ته ورکړل شوې ټولې پیسې بې ځایه شوې، که له یوې دروازې افغانستان ته داخلې شوې له بلې څخه د لوټ مارانو او زورواکانو لخوا بېرته ووتلې، دغه هیواد کې د امریکا په ګټه هیڅ روپۍ نه دي مصرف شوي، دغه اداره وایي چې ورکړل شوې پیسې د امریکا له ولس څخه د محصول او مالیې په نوم اخیستل کیږي د امریکا ولس حق لري چې د امریکا له حکومت څخه د دغو پیسو پوښتنه وکړي چې زمونږ پیسې څه شوې، امریکا ولي د دغو پیسو په ورکړه پښېمانه ده، خو دوی نه پوهیږم چې الله پاک په څرګنده توګه وایي (( ثم تکون علیهم حسرة)) الخ.
په افغانستان کې د امریکا هغه ملیاردونه ډالر چې (في الصد عن سبیل الله) یې مصرف کړې هیڅ ګټه یې ورته ونه کړه بلکې برعکس ورته په زیان تمامې شوې هغه وړوکې ډله طالبان چې له نن څخه شل کاله وړاندي دوی ورته په انسانیت او بشریت قائل نه وو، اوس ورته په سیال قائل دي ټیټې سترګې ورسره د مذاکراتو مېز باندې ناست وي د الله د کلمې د اوچتولو لپاره مقابله کوونکې ډله چې امریکا یې یواځې افغانستان کې حضور سره مخالفه وه نن د نړۍ په کچه را ښکاره کیږي، او په نړیواله کچه خلګو ته دالله د کلمې د رښتنوالي او لوړوالي درس ورکوي.
لهذا د امریکایانو او ټلوالې په مقابل کې د افغانستان اوسنی وضعیت د قران شریف ددغه ایات (ان الذین کفروا ینفقون اموالهم لیصدوا عن سبیل الله فسینفقونها ثم تکون علیهم حسرة) ډير ښه مصداق دی نړۍ دې عبرت واخلي.
بخت الرحمن شرافت