نظــر

ترڅو د جهاد ثمره ضائع نشي

فاتح افغان

له ډيرو سترو قربانيو وروسته جهاد تر دې پړاوه راورسيد، د سولې معرکه له جګړييزې هغې څخه ډيره خطرناکه ده او د پوهانو په باور خورا حساسه او نازکه مرحله ده، ځکه خدای ناخواسته که لږ غفلت وشي د څلويښت کلن جهاد ثمره به ضائع او قربانی به هدر شي.

موږ ډير ځايونه تجربه کړل چې د خدای د دين دښمنان داسې موکو ته څک ناست وي ترڅو له مسلمانانو څخه د هغوی د جهاد ثمره وتروړي او قربانيانې او جهادونه يې په اوبو لاهو کړي.
له همدې امله لازمه ګڼم خپلو مجاهدينو وروڼو سره د زړه درد په لاندې ټکو کې شريک کړم ترڅو ټول خپل کارونو ته لا زيات متوجه شي، هيله ده چې ملګري ورته د ناصح امين د مشورو په سترګه وګوري او که په منلو ارزي قبولې يې کړي.

د صفونو اصلاح
د صفونو پر اصلاح ټینګار د طالبانو د تحريک امتيازي ځانګړنه ده، د دې غورځنګ مؤسس امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په خپلو فرامينو کې د صفونو پر اصلاح ډير تاکيد کاوه، د صفونو نه اصلاح يو غورځنګ او نظام د عروج له هسکو د زوال کندو ته راغورځوي.
هسې خو د بشر يو کار هم له نيمګړتياوو خالي نه وي خو د هلاکت سبب هغه مهال جوړيږي چې د اصلاح لپاره يې هلې ځلې نه کيږي.

بناء که له مشايخو او علماوو سره تر مشورې وروسته په ملګرو او مجاهدينو کې راپيدا شوي ټولنيزې نيمګړتياوې تشخيص او د اصلاح لپاره يې هلې ځلې وشي په ډير لنډ وخت کې به د دې سپيڅلي صف د اصلاح په برخه کې د پام وړ پرمختګونو شاهدان واوسو ان شاء الله.

وحدت او په قيادت باور
په اوسني جهاد کې د اسلامي امارت د بري راز وحدت او د کشرانو مجاهدينو په خپلو مشرانو باور او اعتماد دی، له تړون وروسته دښمنانو د اسلامي امارت د وحدت په ګواښلو او په مجاهدينو کې د درز په اچولو تمرکز زيات کړی.
همدغه راز په ټولنيزو رسنيو کې د ځينې ناپوه مخلصانو! له لوري بدګمانيانې راپورته کيږي يا وړو تيروتنو ته هوا ورکول کيږي چې دا په خپلو مشرانو باندې د کشرانو مجاهدينو د بدګمانی سبب جوړيږي، په فيسبوک کې ځينې معلوم تمايلات لرونکو خلکو همدې ته کار ويلی، دوی چې څو ځله پخوا هم په امتحان کې ناکام ختلي اوس د خپلو ناکاميو پټولو لپاره په دې کار لاس پورې کړی ترڅو د خپل بام واورې په نورو ورواچوي او په دې توګه يې په سينو کې لمبه وهونکی د حقد اور يو څه تسکين شي.

مجاهدين بايد دغه مشکل ته په کمه سترګه ونه ګوري بلکه د حل لپاره يې هلې ځلې وکړي په سياسي پروسه کې په احتياط قدم واخلي او داسې کوم کار ونکړي چې دغې کړۍ ته د ناوړه تبليغاتو لپاره خام مواد په لاس ورشي.

په نظامي ډګر کې
د اسلامي امارت د مجاهدينو ځواک د دښمنانو د سترګو خار دی او اوس ټولو دې ته لاسونه يو کړي چې د اسلامي امارت پوځي ځواک له مينځه يوسي، خو په ګران هيواد افغانستان کې د اسلامي نظام د تحکيم او بقاء يوازينی ضامن د اسلامي امارت پوځي ځواک دی.

موږ وليدل چې کله اسلامي حرکتونو د سياست ميدان ته دانګلي، د دښمنانو له لوري ورته د سياست ميدان ګل ګلذار ښودل شوی او دا کاذب ډاډ ورکول شوی چې په راتلونکي کې به ظلم ورباندې نه کيږي، نتيجتا اسلامي حرکتونو خپل ټوم پام سياسي برخې ته اړولې او نظامي برخې څخه غافله شوي.

هغه نظامي ځواک چې دوی يې په برکت يو وخت په ډير سرعت د کاميابۍ مدارج طی کول، د وخت په تيريدو کمزوری او له منځه تللی او بالآخره د دښمنانو له لوري ستر غدر ورسره شوی، مشران او غړي يې په تلپاتې بند يا اعدام محکوم شوي او يا له هيواد څخه جلا وطنۍ ته اړ کړل شوي، د عبد القادر الجزائري رحمه الله اسلامي امارت او د تاجکستان اسلامي نهضت د دې دردوونکي داستان ژوندی بيلګې دي.

د اسلامي امارت د مجاهدينو لپاره په دې ماجرا کې د عبرت درسونه پراته دي، الله پاک د قوت جوړونې ستره موکه ورپه برخه کړې، قيادت يې دې کار ته پوره متوجه دی، افرادي قوت يې بې کچې مخلص او د التدريب العنيف له مرحلې په کاميابۍ راوتلی دی، طالبان کولی شي په ډيره اسانی سره غښتلی ځواک تشکيل او منظم کړي، د جهادي اهدافو تحقق او د اسلامي نظام د قيام هيلې تر همدې ځواک پورې غوټه دي.

د دعوت په ميدان کې
د امريکا له اشغال وروسته په هيواد کې ډول ډول فتنو سر راپورته کړی، صليبي اشغالګرو هم د ځوانانو او پيغلو د اخلاقو د نړولو لپاره منظم کار وکړ.

علماء چې ځانونه د انبياوو وارثان ګڼي دا يې مسؤوليت جوړيږي چې د ولس روحاني امراض تشخيص او د درملنې لپاره يې لاس په کار شي، د دې لپاره که د فقهي مجلسونو په څير علماء سره بسيج او تنظيم شي او ښه په اخلاص د ټولنې د اصلاح لپاره هلې ځلې وکړي هغه افکار او نظريات او ناوړه اخلاق چې د امريکايې اشغال په ترڅ کې يې دې ټولنې ته لار موندلې په ډير لنډ وخت کې به مضمحل او له منځه لاړ شي ان شاء الله.

خو ددې لپاره چې دعوت مؤثر او زيات اغيزمن ثابت شي د داعيانو او ويناوالو د روزنې لپاره ګړندي ګامونه اخيستل پکار دي، په نوره نړۍ کې دا ډول دورې ډيرې رواج دي چې پکې نويو فاضلانو ته د خطابت د فن، د دعوت اساليبو او نورو اړونده موضوعاتو په اړه سيمينارونه ورکول کيږي، حتی زموږ تاسې په هيواد کې د ترکيې هيواد له لوري د امامانو او خطيبانو د روزنې پروژې پرمخ بيول کيږي.

په تعليمي ميدان کې
د هيواد د پرمختګ او په ځان بسيا کيدو لپاره زدکړه او تعليم ډير اړين دی، څومره پاملرنه چې نظامي ډګر او دفاع ته کيږي، هومره توجو تعليم او تربيې ته پکار ده، خو متاسفانه د مسلسلو جګړو له امله زموږ تعليمي سيستم ويجاړ او له بلها مشکلاتو ډک دی، زموږ د ديني او عصري زدکړو سيستم معياري کول ډير وخت او کار ته اړتيا لري.

اما په لومړي قدم کې د استادانو په روزنه تمرکز د تعليمي ډګر ډيرو ستونزو په هوارولو کې رول لوبولی شي، د هيواد په بيلا بيلو برخو کې د مدرسينو او معلمينو لپاره بايد لنډمهاله او اوږد مهاله تربيوي سيمينارونه جوړ شي، د نړۍ هيوادونه او سترې تعليمي ادارې د تدريب المعلمين لپاره مختلفې برنامې لري او په کال کې په لسهاو زرو معلمين او مدرسين روزي، چې دې کار د پوهنې په بهبود او پرمختګ کې مهم نقش لرلی او ملموسه نتيجه ترې لاس ته راغلې.
په دې برخه کې د مسلمانانو او نورې نړۍ د مرستو راجلبول هم خورا اړين دي البته نصاب، استاد او په ټوله کې تعليمي سيستم بايد زموږ په خپل لاس کې وي ترڅو تېرې ترخې تجربې تکرار نشي.

په مطبوعاتي ډګر کې
له ضياع څخه د جهاد د ثمرې د ساتنې لپاره لکه څرنګه چې نظامي چارو، دعوت، ښوونې او روزنې ته پاملرنه اړينه ده، همدغه راز مطبوعاتو او تبليغاتو ته هم پوره توجه مبذولول لازمه ده.
له څه مودې راهيسې دښمن پوچو تبليغاتو ته کار ويلی، په پوره توان او سپين سترګی په مقاومت او قيادت پسې يې درواغجن تبليغات کوي، همدغه راز د اسلامي نظام د مخنيوي په خاطر د اسلامي نظام پر ضد ډول ډول زهر شيندي، په لوی لاس د سولې د پروسې د تخريب هلې ځلې کوي او په دې توګه غواړي د افغانانو غميزه نوره هم د څو لسيزو لپاره وغزوي.

مجاهدين که دې برخې ته څه ناڅه توجه راوړوي ډير اثر به پرې مرتب شي ځکه پيغام يې معقول، صادق او متوازن دی، په دې مورد کې په لاندې ټکو تمرکز پکار دی.

• د ولس د اذهانو د تنوير په خاطر د اسلامي نظام مزاياوې او ښيګڼې په ويناوو او ليکنو کې بيانول.

• د دښمنانو له لوري راپورته شويو شبهو ته مدلل ځوابونه.

• د دين او د وطن د هغوقسم خوړلو دښمنانو څېرې بې نقابه کول چې د خپل ولس پرضد يې داشغالګرو څنګ ونيو او لا تر اوسه د ولس له دښمني څخه لاس نه اخلي.

• د روان جهاد حقانيت خلکو ته واضح کول.
• د صليبي اشغال پرضد د ترسره شوي اتلس کلن جهاد د اتلوليو او سرښندونو مستند معلومات ثبتول.

په سياسي ډګر کې
لکه څرنګه چې سياسي دفتر له هيواد څخه د اشغال د خپسکې د پورته کولو لپاره د پام وړ هلې ځلې کوي وجيبه يې جوړيږي چې په کور دننه د مخورو خلکو د زړونو د تاليف او راخپلولو لپاره د منظم پلان له مخې کار وکړي، او د ځينې مادي او معنوي امتيازاتو په منلو سره هغوی په اسلامي امارت باندې راټول کړي.

په پای کې په لنډو ټکو يادونه کوم چې که د اسلامي امارت د هرې څانګې کار کوونکي او مجاهدين خپلو کارونو ته سمه توجه وکړي د دوی د اخلاص په برکت به د څلويښت کلن جهاد ثمره له ضياع څخه محفوظه وي.

ان شاء الله و ما ذلک علی الله بعزيز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x