افغانستان

ملګري ملتونه: د حکومت په زندانونو کې لا هم د بندیانو شکنجه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر «یوناما» وایي، چې د کابل حکومت په زندانونو کې د بندیانو شکنجه لا هم په لوړه کچه روانه ده.

د یوناما له دفتر څخه په خپاره شوي راپور کې راغلي دي، چې ددې دفتر غړو د افغانستان په څلورویشت ولایتونو کې له ۶۳ زندانونو او توقیف خونو څخه لیدنې کړې دي او د ۵۶۵ نارینه وو، ۳ نجونو، ۶ ښځو او ۲۸ هلکانو په ګډون یې ۶۵۶ تنه زندانیان غږولي دي.

راپور کې وړاندې راغلي دي، چې پورته شمېر یادو شویو بندیانو له شکنجې شکایت کړی دی او دا شمېرې ښيي، چې نږدې دېرش سلنه بندیان شکنجه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې تر ټولو زیاتې شکنجې د دولتي عسکرو (ملي اردو)، ملي پولیسو او ورپسې د امنیت په زندانونو کې دي، چې اوس د نړیوالو د ډېر څار له امله تر یو حده راټيټي شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې «دیبورا لینز» په همدې راپور کې ویلي، چې د بندیانو شکنجه کول د توجیه وړ نه دي او هر څوک چې دا ډول کړنې کوي؛ باید د عدالت مېز ته راکش کړل شي.

په کابل کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وایي، چې د شکنجو راپورونه ورته رسېدلي دي او دوی داسې اسناد تر لاسه کړي، چې ښيي بندیان په زندانونو کې شکنجه کېږي.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې راپورونه ورکول کېږي، تر دې وړاندې هم دا ډول راپورونه ورکړل شوي دي؛ خو حکومت یې په مخنیوي کې د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx