افغانستان

دولتي الوتکو په فراه ولایت کې یو جومات شهید کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د فراه ولایت مرکز ته څېرمه دولتي الوتکو د هوايي برید پایله کې یو جومات «شهید» کړی دی.

د سیمې خلک شکایت کوي، چې دولتي عسکر له تیرو څلورو ورځو راهیسې د فراه ولایت پشترود ولسوالۍ اړوند ګجین، فیض آباد، مادګانو او تپې سیمو کې پر ولسي کورونو او عامه تأسیساتو توپچي او هوايي بریدونه ترسره کوي، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د خلکو په خبره دولتي عسکرو تیره ورځ په ګجین کلي کې یو باب جومات هم بمبار کړی چې پایله کې جومات شهید شوی دی.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې د هېواد په زیاترو سیمو په ځانګړې توګه د فراه ولایت په مختلفو ولسوالیو کې پر ولسي خلکو او عامه تأسیساتو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د تیرې اونۍ په جریان کې دولتي عسکرو دوه ځله د فراه رود ولسوالۍ بازار په توپونو او هاوانونو وویشتلو، چې له امله یې ۱۶ تنه ملکیان ټپیان او خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اووښتي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx