افغانستان

ارزګان کې د موټربم چاودنې له کبله ۱۸ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د دولتي عسکرو پر یو مرکز موټربم چاودنه کې د ۱۸ دولتي عسکرو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ددې برید د پخلي ترڅنګ ویلي، چې په دغه موټربم چاودنه کې یو شمېر دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله هم اووښتې ده.

دا برید تیره شپه دوه بجې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند «سترمن» غونډۍ سیمه کې د پولیسو او عسکرو په ګډې قرارګاه د موټربم په وسیله تیره شوی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددې برید د مسئولیت منلو ترڅنګ ویلي، چې ددې برید پایله کې ۱۸ تنه دولتي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

احمدي زیاتوي، په دغې پوستې یې ځکه برید ترسره کړی، چې دملکي خلکو د آزاد او تکلیف سبب ګرځېدلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې په ټولو هغو پوستو او د دولتي عسکرو په مرکزونو د بریدونو خبرداری ورکړی ؤ، له کوم ځایه چې د ملکي خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو د ډیسي توپونو او هاوان بریدونه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د دوحی د تړون توافقات یعنی څه، صرف سوله له کافرو سره او بس؟ دا خو واضحه سر غړونه ده طالبانو کوم توافقات عملی کړی بیغیر له ډزبندی له کافرو سره؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx