افغانستان

دولتي عسکرو په زابل کې د قران کریم د یو حافظ په ګډون ۳ تنه ملکیان «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د قران کریم د یو حافظ په ګډون ۳ تنه ولسي خلک «شهیدان» کړي دي.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو تیره ورځ د شهرصفا ولسوالۍ مربوط د قومندان عبدالأحد په کلي د یرغل پرمهال د خلکو کورونه تلاشي کړل، د سیمې یو تن اوسېدونکي او د قران کریم د حافظ بخت محمد ولد فداء محمد په ګډون یې ۳ تنه ولسي خلک «شهیدان» کړي او ددغه کلي د جومات ملا امام یې هم بندي کړی دی.

ځايي خلک دغه راز شکایت کوي چې دولتي عسکرو په دغه مهال د خلکو ځینې مالونه غلا کړي او د یو شمېر کورونو شمسیانې یې ماتې کړي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ملکي خلکو په کورونو د دولتي عسکرو «ړندې» بمبارۍ او توپچي بریدونه زیات شوي، چې ورسره د ملکيانو د تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx