نړۍ

کویټه: یو ځل بیا د ډزو له امله یولس کسه مړه او یو شمېر نور ټپیان شول

Quetta-shootingنن ټکی آسیا: د کویټي پر سپيني روډ باندي دنامعلومو وسلوالو په ډزو کي لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.

برید کوونکي پر موټر سایکل سپاره وه، او پر هغو کسانو يې ډزي وکړي چي د بس په انتظار وه، د ډزو په ترڅ کې ۴ کسه ځای پر ځای ووژل شول، او وروسته بیا ۷ نورو په روغتون کي ساه ورکړه.

سیمه د اوس لپاره د امنیتي ځواکونو له خوا محاصره شوې، او تحقیقات پیل شوي دي، د ټپيانو په اړه ویل کیږي چي د بولان کمپلیکس او سول هسفتال په لور وړل شوي دي.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ هم د کویټي په سریاب روډ کي نامعلومو وسلوالو پر شیعه مذهبه کسانو چي ایران ته روان وه، ډزي کړي وې، او هغوی يې ځای پر ځای وژلي وه، او خپله په تیښته بریالي شول، امنیتي چارواکو د هغي پيښي په اړه ویلي وو، چي دا د مذهبي تاوتریخوالي په نتیجه کي وژل شوي، خو د نني پيښي په اړه دا نه دي ویل شوي چي دا هم د مذهبي تاوتریخوالي نتیجه ده کنه..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x