په کوم غم وژاړم !!؟؟؟

لیکوال: عبد الباري جمال: دا انځور چی کله ما ولید نو د خپل وطن همداسی په سلهاؤ ټوټه شوی ورونه او خپلوان راته مخی ته ودریدل او کله چي په دی خبر شوم چی دا وړوکۍ ماشوم د مور په خیټه کی لګیدلی او مور جانه او دا دواړه شهیدان شوی نو د خپل وطن هغه په زرګونو میندي می سترګو ته ودریدلی د کومو سره چی د دی نه ډير بدتر چلن شوی وه، ډیری په کی لا داسی هم وی چی د هغوی خیټی یی په جړو او چاقوانو څیرل شوی وی او بیا یی ماشوم هم ورته شهیدان کړی ول .

زه نور د دی وس نه لرم چی و ژاړم ځکه :

زما یو غم نه دی چی هغی ته وژاړم دا ۴۰ کاله مسلسل د خپل رنځور ، زخمي او ټوټه شوی وطن په غم کی د سترګو څخه وینی تویوم .

فلسطینه خفه نه شی ځګه :

زما وطن هم لکه ستا ډير دردیدلی دی ، زما د وطن د وجود داسی برخه نه شته چی په هغی کی د غمونو یو تاریخ نه وی پروت ، زه درته د کوم ماشوم . ورور ، خور ، مور ، وریندار ، وراره او نورو خپلوانو قیصه وکړم .

زه نه شم ژړلی ځکه :

زه د وطن د هری مور په غم او درد دمره ژړیدلی یم چی لا تر اوسه می سلګي ارامي نه دی ،

فلسطینه ! نه شم ژړلی ځکه :

زما سره څنګ کی په وزیرستان کی د روژی په دغه مبارکه میاشت کی یو داسی چا چی ځانته لکه ستا عرب خیټه ور او امریکا پرست شیخان او امیران د اسلام ټیکه داران وایی په خپلو مسلمانانو داسی قیامت جوړ کړی لکه په تا چی یهودانو جوړ کړی دی ، هو ستا او د هغه ترمنځ فرق دمره دی چی ته د یهودو د لاسه په اور کی ولاړ یی او هغه صرف په نوم مسلمان چی د دنیا فتواګاني د هغوی په جیبونو کی پرتی دی .

فلسطینه ! خفه نه شی ځکه :

زما سترګي نوری اوښکی نلری چی ویی څڅوی ځکه زما د سترګو اوبه وچي شوی دی .

فلسطینه ! نه شم ژړیدلی ځکه :

دلته زما په ملک کی څه خلک داسی دی چی هغوي په پردیو ژړا جاسوس توب ګڼي ، هغوی دا فکر کوی چی د بل په غم چی کوم کسان ژړا کوی هغوی پردی تالی څټي دی ، هغوی زما د وطن بچي دی او زه نه غواړم چی ماته څوک د بل غلام و وایی ځکه زه مسسلمان یم .

زه نه ژاړم خو :
د هغی کونډي غوندی خپل لاسونه خپل الله ته د دعا لپاره نیسم کومه کونډه چی نه ځویی لری او نه کوم بل خپلوان خو صرف خپل جبار او منتقم خدای لری او ټوله اثره یی هغی ته پاتی وی .

فلسطینه ! خو دمره درته وایم چي :

که افغانستان زما زړه او روح دی نو فلسطینه ! ته هم زما ځیګر يي او درسول الله علیه الصلاة والسلام د هغه حدیث له رویه درسره مینه لرم او په غم دی دردمند یم په کوم چی هغه ویلی چی مسلمانان لکه یو جسم ( بدن) دی ، خو فلسطینه ! ددی سره بیا هم نه شم ژړلی څکه چی زه داسی اوږه نه لرم چی په هغی خپل سر کیږدم او ښی ډيری سلګي و وهم .
هو زه نه ژاړم ځکه :
زه وس نه لرم او صرف دعا ته پاتی یم خو بیا هم ای زما فلسطینه ! ستا په غم کی هومره ژور در دیدلی یم لکه څومره چی ته زخمی او شیندل شوی یی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د