ورزش

پریمیئر لیګ: مانچسټر یونیټډ خپلې سیال لوبډلې ته په ۹-۰ ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د انګلستان پریمیئر لیګ فوټبال په تاریخ کې یو وار بیا د سترې بریا تاریخ تکرار شو چې مانچسټر یونیټډ کلب لوبډلې خپل سیال لوبډلې ساوتامپن ته په ۹-۰ ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې چې له دې وړاندې په ۱۹۹۵م کال کې هم مانچسټر یونیټډ په انګلستان پریمیئر لیګ کې د ایپسویچ کلب لوبډلې پر وړاندې په ۹-۰ بریا خپله کړې وه، چې په کې «انډي کول» لوبغاړي ۵ ګولونه وهلي وو.

د مانچسټر لوبډلې یاده تاریخي بریا په ۲۰۱۹م کال سیالیو کې لیسیسټر لوبډلې د ساوتامپن پر وړاندې مساوي کړه چې ۹ ګولونه یې وهلي وو.

دغه راز له دې وړاندې د انګلستان پریمیئر لیګ په تاریخ کې ټوتنهام هاټسپر لوبډلې ویګان لوبډلې ته په ۹-۱، نیو کاسل لوبډلې شیفیلډ ته په ۸-۰ او چیلسي لوبډلې استون ویلا او ویګان لوبډلې ته هم په ۸-۰ ماتې ورکړې ده.

مانچسټر یونیټډ لوبډلې چې په تېرو څو کلونو کې له ستونزو سره مخ وه، یو وار بیا توانېدلې د یاد لیګ په جدول کې په لومړي دوه مقامونو کې ځان ځای کړي، او د مانچسټر سیټي لوبډلې سره یو ډول پواینټونه لري.

د مانچسټر یونیټډ او سوتاومپن لوبډلو ترمنځ سیالي چې سه شنبه د فبروري په ۲مه ترسره شوه، فرانسوي انتوني مارشیال ۲، وان بیساکام، ایډنسن کاواني، سکاټ مکټومیني، برونو فرنینډس، ډانیل جیمس یو یو ګول وواهه، په داسې حال کې چې سیال لوبغاړي جان بیدناریک د مانچسټر په ګټه پر خپل ګول ګول وواهه.

https://youtu.be/1hkokWeQPpE

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx