روغتیا

د روغتیا سازمان: افغانستان ته د کرونا ۳ ملیونه واکسین ورکوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۳مه نېټه د نړۍ یو شمېر هېوادونو لپاره د کرونا واکسین د ویش لیست خپور کړی چې له مخې یې افغانستان ته ۳ ملیونه او ۲۴ زره ډوزه واکسین ورکول کیږي.

د روغتیا سازمان له لوري په هغه لیست کې چې ددې ادارې په ویبپاڼه خپور شوی ویل شوي، افغانستان به د کوواکس پروګرام له مخې د برتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې چمتو شوی «استرازینیکا» واکسین ترلاسه کړي.

یوې تازه څيړنې د برتانیا اکسفورډ پوهنتون لخوا چمتو شوی (استرازینیکا) واکسین ګټور دی او د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوی کوي.‌ دا لومړی ځل دی چې ددې واکسین د مثبت اغېز په اړه د یوې څېړنې پایلې خپرېږي.

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان یادو هېوادونو ته د واکسینو د ورکړې رسمي اعلان نه دی کړی خو دا لیست یې د اټکل له مخې خپور کړی چې کره شمېره به وروسته خپره کړي، دا سازمان پر پرمختللو هېوادونو ږغ کوي چې شاته پاتې هېوادونو سره د واکسینو مرسته وکړي.

ددې سربېره په دې لیست کې زیاته شوې چې پاکستان ته به ۱۷ ملیونه او ایران ته له ۴ ملیونو زیات واکسین ډوزونه ورکول کیږي.

باید وویل شي چې په پاکستان کې نن د چهارشنبې په ورځ د کرونا واکسینو د ورکړې لړۍ پېل شوې، د سینوفام په نامه واکسین د چین له لوري پاکستان ته ډالۍ شوي چې روغتیایي کارکوونکو ته یې د ورکړې لړۍ پېل شوې ده.

افغانستان کې د کرونا وبا لومړۍ څپه په تېره مۍ او جون میاشت کې تېره شوه چې په سپتمبر او اکتوبر میاشت کې دوهمې څپې هم یو شمېر خلک پر دغه ناروغۍ اخته کړل.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر دې دمه افغانستان کې شاوخوا ۵۵ زره کسان پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او نږدې دوه نیم زره کسان مړه شوي دي.

بل لوري ته د اروپایي او امریکایي هېوادونو سربېره هندوستان او ایران هم خپل چمتو کړي واکسین هېواد دننه خپلو وګړو ته لګول پېل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx