روغتیا

د اکسفورډ «استرازینیکا» واکسینو یو ډوز مو د درې میاشتو لپاره ۷۶ سلنه له کرونا ژغورلی شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا مخنیوي لپاره د کرونا واکسینو دوه خوراکه ګټور بلل کیږي، د اکسفورډ پوهنتون د استرازینیکا واکسین له لومړي ډوز وروسته ۷۶ سلنه ګټور ګڼل شوي دي.

یوې وروستۍ برتانوۍ څیړنې د استرازینیکا شرکت لخوا جوړ شوي واکسین له لومړي ډوز ۲۲ ورځې وروسته ثابته کړې چې د درې میاشتو لپاره د کرونا د لیږد ۷۶ سلنه مخنیوی کولی شي.

په دې تړاو څیړنې د استرازینیکا له شرکت څخه وړاندیز کړی چې دوهم ډوز واکسین دې د لومړي ډوز نه درې میاشتې وروسته ورکړل شي، په دې معنا چې ددې واکسینو لومړی ډوز تر درې میاشتو انسان ۷۶ سلنه له کرونا ژغورلی شي.

خو بل لوري ته څیړونکو سره د مشورو وروسته د جرمني د روغتیا وزارت اعلان کړی چې دغه واکسین به له ۶۵ پورته عمر کسانو ته نه ورکوي، پوهان وایي چې په زیات عمر کسانو د استرازینیکا واکسینو اغیز لا هم بشپړ نه دی څرګند شوی.

پرځای ددې چې مشرانو ته ورکړل شي د کم عمر کسانو ته به ورکول کیږي. ددې سربېره ایټالیا هم پریکړه کړې چې له ۵۵ کلنۍ پورته کسانو ته یاد واکسین ورنکړي، او وړاندیز یې کړی چې د ۱۸ او ۵۵ کلونو په عمر کسان یې ترلاسه کړي.

دا واکسین کوم چې د استرازینیکا لخوا د اکسفورډ پوهنتون په همکارۍ رامنځته شوي، د کرونا پر وړاندې دریم واکسین دي چې د اروپا درملو اداره یې د کارولو اجازه ورکوي، له دې وړاندې یې د دیسمبر په ۲۱مه د فایزر-بیونټيک او مودرینا واکسین په ۶ جنوري د کارولو اجازه ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx