افغانستان

امريکا: له طالبانو سره منظمې اړيکې لرو او د پوځيانو د پاتې کولو پرېکړه مو نه ده کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره منظمې اړيکې لري او تر اوسه يې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کولو پرېکړه نه ده کړې.

امريکايي او عربي رسنيو د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو په حواله ويلي، د ترهګرۍ مخنيوي په اړه له طالبانو سره منظمې اړيکې لري او د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د شوي تړون اروزنه يې پيل کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې څو ورځې وړاندې د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» وياند جان کربي تور پورې کړی و، چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن نه دي او امريکا به د اپرېل مياشت تر پايه خپل ټول ځواکونه له افغانستانه ونه باسي.

تر هغه وړاندې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جيک سوليوان او ورپسې د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن هم ويلي و، دوی به د طالبانو او امريکا ترمنځ شوی تړون له سره ارزوي.

د امريکايي چارواکو يادو څرګندونو ته د کابل حکومت خوښي ښکاره کړې وه او دا يې د کابل او واشنګټن تر منځ د اړيکو پرانيستو نوی باب بللی و.

طالبانو له امريکا غوښتي، چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.

په دې وورستيو ورځو کې د طالبانو د سياسي دفتر دوو پلاوو مسکو او تهران ته سفرونه کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال او د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې رسنيو ته ويلي، امريکا بايد پر ټاکلې نېټې خپل پوځيان له افغانستانه وباسي.

د ایران پلازمینه تهران کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین، ملا خیرالله خیرخواه او عبدالحق وثیق خبري کنفرانس1-2-2021
د ایران پلازمینه تهران کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین، ملا خیرالله خیرخواه او عبدالحق وثیق خبري کنفرانس1-2-2021

د قطر دفتر پخواني وياند او د مرکچي پلاوي غړي محمد سهيل شاهين هم په تهران کې رسنیو ته وويل، امريکا له دوی سره ژمنه کړې، چې د اپرېل مياشت تر پایه به خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي او که امريکا له دغه تړونه سرغړونه وکړه، دا به د جګړې غځولو لامل شي، چې پړه به يې بيا د امريکا پر غاړه وي.

د چارو څارونکي وايي، د پخوانيو چارواکو د تګلارو ارزونه طبيعي خبره ده.

د سيمه‌ييزو چارو کارپوه او د «نيوز» انګليسي ورځپاڼې ايډيتر رحيم الله يوسفزي له نن ټکی اسيا سره د خبرو پر مهال ويلي، چې پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بايډن د دوو مختلفو فکرونو لرونکي دي او طبيعي ده، چې دی به د هغه ټولې تګلارې ارزوي، چې يوه په کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون دی.

ښاغلي يوسفزي زياته کړې، چې امريکايان د کابل اداره او اشرف غني له تېرو شلو کلونو راهيسې پېژني او د کابل حکومت د ژغورنې لپاره به د پوځيانو پاتې کولو او جګړې زياتولو ته زړه ښه نه کړي.

د ښاغلي يوسفزي په وينا له امريکا سره د پوځيانو له ويستلو پرته بله چاره نه شته، ځکه چې د جګړو زياتولو او پوځيانو د لېږلو تجربې ناکامه شوي او امريکا نور د دغې جګړې د پای ته رسولو هوډ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

طالبان امریکایانو ته ننواتی نه کوی ، امریکایان یی د روسانو په ښان مات او په ډونګو کړی ، دهمدی امله یی له طالبانو د وتلو تقاضا وکړه او د وتلو مهال ویش یی ورسره لاسلیک کړو چه د ( می ) میاشتی دمخه به د قراردیانو سره د مجاهد ولس له هیواده وځی . دا چه بایدن انتسابی ریس شوی او ترمپ لیری شوی جبرا یو څه بدلون راولی چه د کابل شړیدلی اداریه له مرګ دمخه مړه نه شی ، طالبانو باندی به ګوندی فشار راولی ( چه ناممکنه ده ) چه طالبان د غلامی اداری سره یوځای… نور لوستل »

قیامت دی

ننواتی لکی لری
بیانزیه ## په دا تحلیل
کله تهران ته زغلی کله روی کافر ته د پاکستان خو بیخی حلقه بگوش غلامان دی. بیانزیه باور وکه هغه بله ورز می د خوارجو اوصاف لوستل تول صفتونه یی په طالبانو کی وه. که نران یاست### د حکومت طرفدار هم نه یم هغه هم په فسا، عیاشی او غلاوو کی غرق دی خو ستاسو سره یی فرق دادی چی بند جوروی، مکتب جوروی، پل پلچک سرک جوروی، پوهنتون جوروی خو تاسو دا هر سه ورانوی نور مو باور وکه اولس پیژنی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx