افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د سولې د تامین لپاره د دوحې تړون له عملي کېدو پرته بل «مناسب بدیل» نشته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا نوې اداره وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې لاسلیک شوی تړون بیا ځلې ارزوي او د خپلو عسکرو د ایستلو  په پرېکړه غور کوي، طالبانو په یوه تبصره کې ویلي، چې ولس نور د «اشغال» دوام په هیڅ صورت نه مني او سیمه او ګاونډ په دې برخه کې له افغانانو سره همنظره دي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې امریکا تورنه شوې، چې په دې وروستیو کې د سولې د هڅو له دوام سره جوخت یې دولتي عسکرو ته جنګي وسایل او وسایط رانیولي او په دې «سوله ضد اقدام» سره یې هغوی جګړې ته هڅولي دي.

تبصره کې وړاندې د ناټو سازمان هغو څرګندونو ته چې طالبان یې په دوحه کې د کړیو ژمنو په نه پوره کېدو تورن کړي دي، اشاره شوې او ویل شوي، چې ناټو د «کابل د چارواکو» په هڅو او فرمایشونو پر دوی تورونه لګوي او کابل چارواکي بیا د مخورو، علماوو او نورو مطرح اشخاصو د وژلو او له بلې هرې ممکنې لارې غواړي د سولې بهیر وځنډوي او د دوحې تړون له منځه یوسي.

طالبانو ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې «اشغال» د افغانستان د تباهۍ لامل دی او دا چې اوس یې د خاتمې وخت رارسېدلی ، په دې برخه کې سیمه او ګاونډ له افغانانو سره همنظره دي.

د تبصرې په بنسټ، ولس نور دې ته تیار نه دی، چې بهرنیان دې په «ناچله بهانو» د «اشغال دوام» توجیه کړي؛ نو ځکه ددوی له قوله، د دوحې تړون باید عملي او له همدې لارې اشغال ختم او سوله تامین شي «افغان ولس نور هیڅ دې ته تیار نه دی چې بهرنیان دې د ناچله بهانو په لټولو سره د خپل اشغال د دوام په لټه کې واوسي. د دوحې تړون له تعمیل پرته بل هیڅ مناسب بدیل نشته، دا تاریخي تړون ترټولو ښه فرصت دی چې باید دواړه اړخونه ورته ژمن واوسي. او د افغانستان شل کلن بلکي څلویښت کلن، کړکیچ د اشغال په خاتمې سره پای ته ورسول شي او ځای یې تلپاتي سوله ونیسي.»

د طالبانو له لوری پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا نوې اداره وایي په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ یو کال وړاندې لاسلیک شوی تړون بیا ځلې ارزوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبانو ته: نو ولی مو د دوحی مجلس پریښی او په سفر وتی یاست؟ تر اوسه مو د دوحی د تړون کوم توافقات عملی کړی مګر صرف یوه ماده او هغه له کافرو سره اوربند. د دوحی مجلس خو تاسو پریښود او ولاړی ایران او مسکو ته له هغه ځایه مونږ ته نوی اسلامی حکومت اعلان کوی. لږ شرم پکار ده هغه وختونه نور ولاړل چی له بهره به حکومتونه جوړیدل.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx