
ایا طالبان د افغانستان پوځ ړنګوي؟
نورمدين بلخېل
په ایران کې په ۱۳۵۸ ھ ل کې رژیم بدل شو خو پوځ منحل نه شو، مګر یوازې د پوځ لوری بدل شو دا په دې مانا چې د شاه د رژیم په وخت کې ځینې پوځي مامورین او افسران چې د ایران اسلامي انقلاب سره یې حساسیت درلود له انقلاب وروسته له دندو لرې کړای شول او پر ځای یې نور بېطرفه او یا هم د اسلامي نظام پلوي افسران را مخکې شول، په دې سره ایران خپل تیار جوړ پوځ وساته؛ دې ته ورته نورې طریقې په نوره نړۍ کې شوي چې موږ او تاسو یې واضحې بېلګې لرو.
په اوسني وخت کې د سولې په مورد چې کومه برنامه روانه ده، یوه وېره ترې دا ده چې که چېرته طالب د یو حاکم ټیم په توګه د حکومت جوړونې مسؤلیت اخلي نو ممکن د افغانستان ملي اردو، ملي امنیت او ملي پولیس منحل کړي، دا ځکه چې دا پوځ، پولیس او امنیت شل کاله د طالبانو سره جنګیدلي دي، د دوی روحیه د طالب ضد ده نو که چېرته دوی پاتې کیږي نو دا به د طالب جنګیالیو سره چې شل کاله یې د همدغو ځواکونو سره د جهاد تر عنوان لاندې مبارزه کړې ده یو لوی تقابل وي.
زما په نظر طالبان د امنیتي ځواکونو د ورانولو کوم پلان نه لري خو طالبان به حتماً د دغو ځواکونو د لوري د بدلون هڅه وکړي، دا به یو داسې بدلون وي لکه په ترکیه کې چې رجب طیب اردوغان د ترکیې د سیکولر پوځ په منځ کې را منځ ته کړ کوم چې په دې سره هغه افسران له پوځ څخه ووېستل شول چې د ترکیې د اوسني رژیم خلاف وو، په ۲۰۱۶ م کال کې په ترکیه کې د همدغسې افسرانو په مټ یوه ناکامه کودتا تر سره شوه، له کودتا وروسته دا ډول افسران ونیول شول او ځینې یې اوس هم په زندانونو کې دي.
د افغانستان پوځ چې د شل کالو په جریان کې د افغانانو په سرمایه او هڅو جوړ شوی دی، هیڅکله باید ضایع نه شي او نه باید څوک د دغه پوځ د تباهۍ هڅه وکړي، خو باید د افغانانو غوښتنې ومنل شي، د افغانستان پوځ باید داسې پوځ نه وي چې په هغه کې د یوازې د یوې کوچنۍ درې په سلګونو بې سواده جنرالان وي کوم چې نه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره شکمن وي، بلکې د نظام لپاره هم یو خطر بلل کیږي.
نورمدین بلخېل
طا لیب ## سړی ا##نه دی اوًافغان فوځ به خامخا ړنګه وی
ته خو به ځان ته سړی وایی۔ خو ستا مفکوره دغه شل کلن ناورين او پردی پالی حکومت او ميډيا داسی درته جوړه کړی ده چه ته هم ددغه شلکلن ناورین لاس ته را وړنه ګرځيدلی يي او دغه جمهوريت ساتوونکي دي اوس د خپلو شخصي ګټو دپاره سپر جوړه وی۔ بل خوا ته که لږ متوجي سوو دا څلويښت کاله زمونږ اردو امنیت او پولیس د خارجی ګټو او ارزښتونو د پاره خپل ملت وژنی لوټوی بمبار پر کوی۔ او سوګند او تحلیف د افغانستان په تور سور اوزرغون بیرغ خوريو يادوي او وطن ته مور وايي خو د… نور لوستل »
سلام علیکم،
اردو و ارگان های امنیتی کابل در ۴۵سال اخیر دستخوش دستکاری های زیادی از طرف روس و ناتو شده و همچنان پاکستان و ایران نیز جواسیس خود را درین نهاد ها دارند.
بعد از احیای امارت، این نهاد ها باید بکلی منحل شده و مجاهدین طالب زمام کنترول را بدست گرفته،اردو را براساس خدمت یک ساله جبری دوباره احیا نموده مکاتب و پوهنتونهای نظامی را تشکیل جدید نمایند.
بلی، میگه غربال به کوزه گفت که تو سراخ هستی. حالا طالب از غلامی و جاسوسی صحبت فقط یک دم ندارید دیگه چی ثبوت غلامی و جاسوسی میخواهید. حتی ## در پاکستان نیست. شرم ندارید
بلی دراین حرف شما درست است که در حکومت فعلی جاسوس و غلام است اما شما از انها بهتر نیستید
فرید سلیم ته: با امریکایها خو طالبان پیمان دوستی بستند و همین امروز سران طالبان در مسکو حضور دارند. احیای یک اردو بعد از منحل کردن آن کاری نیست که توسط کنز و قدری و علوم مدرسه حقانیه صورت ګیرد. ساختن اردو کله و علم میخواهد و امکانات مالی بیشتر که طالبان تا حال به آن راه قدم هم نګذشتاندن طالب که ضد مکتب و پوهنتون است از او تو احیای اردو میکنی؟ تو کله خام هم از شکم ات ګپ میزنی آیا امارت طالبان را ندیدی کدام نظم، دسپلین، ینیفورم چه داشت که در آینده داشته باشد؟
فرید سبیثم: آیا امارت طالبان را ندیدی؟ یک طالب بیسواد را قوماندان فرقه نساخته بود؟ طالبان بجز مدرسه و مسجد دیګر چی میدانند که آنرا احیا کنند، تمام اسلام را منحصر به ریش و لنګی نموده بود. قحطی و جهالت داد میزد و حالا یکبار دیګر میخواهند مردم ما را مجبور به مهاجرت کنند.
دغه غلامه، فاسده او اجیره اردو د بارنو له خوا د بارنو د ګټو خوندی کولو د پاره جوړه شوی . دوی د خپلواکی چنګیالی او د خپلواکی بیدغاغ پلویان وژنی ، کله چه طالب مجاهدین سیاسی قدرت تر لاسه کړی نو بیا د اردو څه اړه ده د طالب له نوم او اوازه پاکستان، ایران، هند او روس ډالریږی مونږ بیا یواځی پولیسو ته اړه لرو د ملیشو اړه هم نشته هغه په بیلونو دالر به د هیواد په ابادولو او مظلوم اولس ته د کور کالی ډوډی برابرولو کی خرڅ کړو او په دی واسطه به مو د… نور لوستل »
بیانزی ته: خپل اصلیت دی معلوم کړ کمونسته. کمونیستانو هم د کور، ډوډی او کالی شعارونه ورکول.
د لیکونکی نظر ماشاءالله ښه دی خو د عباس ستانکزی خبری یی په مسکو کی فکر کوم له یاده وتی. عباس # په ډاګه وویل چی دا فوځ د ملت په درد نخوری او باید له منڅه ولاړ شی. همدا اوس هر ورځ د طالبانو حملی او موټر بمب ځانمرګی پر همدغو فوځیانو باندی دی چی طالبان ورته جهاد وایی او یو تعداد # او له اسلام څخه ناخبره کسان ورته چک چکی وهی چی آفرین پر دی جهاد.
د افغان فوځ څخه مطلب دا صاحب منصبان او عسکر نه دي چي د دوئ په وژل کیدلو سره به افغان پوځ خراب سي. د افغان پوځ څخه هدف د افغانستان د ملي اردو تشکیلات، تاسیسات، قرارګاهوي، تجهیزات او قرارګاه وي دي. اوسنی پوځ خو د نړۍ تر ټولو فاسد دولت په نیابت د خپل مظلوم ولس پر ضد جنګیږي. اوس که هره ډله د افغان مظلوم ولس د دادرسي لپاره راپورته سي مجبوره ده چي دا عسکر ووژني. طوطو ځوانه د څو کالو یې؟
سلامونه او احترامات وټولو لوستونکو ته او د پاڼي محترمو چلونکو ته وړاندي کوم زه هم غواړم خپل ناچيز نظر داردو په باب ستاسو محترمو سره شريکه کړم اردو يعني دهر قشر او منطقي دخلگو څخه جوړ لښکر ته ويل کيږي ځکه چه زموږ ملک ډير غريب هيواد دي موږ نه سو کولاي چه کرايي اوردو يا پوځ ولرو ځکه دا ديوه مسکين ملت لپاره داوږو لوي بوج دي بل داچه په کرايي پوځ کي دټول ملت نمايندگي هم نه کيږي ځکه کيداي سي چه په کرايي پوځ کي ديوي منطقي ډير خلک جلب او جزب سي نو هغه نور… نور لوستل »
ښاغلی شیرندل صاحب، ستاسو نظر ته په احترام سره، د جلب قانون د اسلامي اصولو سره په ټکر کي دی. په تیرو کلونو کي د جلبیانو څخه ډیري ستري ناځواني او خیانتونه سوي دي. د کمونیسټانو په رژیم کي جلبیان د افغانستان د مسلمان ولس پر ضد جبري وجنګول سول. زموږ ګران پیغمبر حضرت محمد ص د مسلمانو سوو کورنیو او قومونو څخه داوطلبانه ځوانان د جنګي خدمت لپاره غوښتل. د هر قوم لښکري به د هغه قوم د جنرال تر قومندې لاندي وې. دا چي جنرال دي تاجک ، اوزبک یا هزاره وی او عسکر دي پښتانه، ایا د… نور لوستل »
لیکونکی د ایران او ترکیې مثالونه ورکړی ولی ناخبره لدی چی ایرانیان او ترکان دومره جاهله ندی لکه طالبان. خلکو او دنیا د طالبانو امارت ولید او په خپله عباس ستانکزی په تکرار سره وویل چی دی پوځ ته ضرورت نشته. اوس ټول پدی پوهیږی چی طالبان د پردیو لپاره جنګیږی د جهاد تر نامه لاندی. پاکستان هیڅکله نغواوړی چی يو پر مختللی افغانستان او قوی افغانستان پدی ساحه کی جوړ شی. امریکا که ووځی بیا به هماغه د مجاهدین د وخت تاریخ تکراریږی خو په شمال کی به بیا یو قوی حکومت چی د طالبانو د پیشرفت مخه ونیسی… نور لوستل »