افغانستان

بلخ کې ۶۱ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې تازه ۶۱ تنه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې ددې خبر په تایید سره لیکلي، چې پورته شمېره دولتي عسکر د بلخ ولایت، چهاربولک، چمتال، چهارکنت، شورتېپته، زارع، دهدادي او شولګرې ولسوالیو مربوط دي، چې د «دعوت او ارشاد» مسئولینو لخوا ورته هرکلی ویل شوی دی.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات دویم پړاو هم پیل شوی، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته دغه لړۍ نوره چټکه شوې، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۶۰۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx