افغانستان

کانګرس: د امریکا نوې اداره دې د عسکرو ایستل د دوحې تړون د ژمنو عملي کېدو پورې مشروط کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق مطابق ټول بهرني ځواکونه باید د روان کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي، د امریکا کانګرس سپارښتنه کړې، چې امریکایي عسکر دې تر هغو چې د سولې خبرې د پام وړ پایله ورکوي؛ له افغانستان څخه نه ایستل کېږي.

د امریکا د کانګرس له لوري د «افغانستان د مطالعې ډلې» تر نامه لاندې جوړ شوي ګروپ چې مشري يې د امریکا د پخواني لوی درستیز «جوزف ډانفورډ» کوي په خپل راپور کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژر ایستل به په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي او د «القاعده» په ګډون بهرنیو ډلو ته به دا فرصت په لاس ورکړي، چې افغانستان کې پښې ټینګې کړي.

راپور کې وړاندې راغلي، چې د بهرنیو عسکرو د ایستلو د پروسې دوام دې د دوحې تړون د ژمنو له تطبیقېدو سره وتړل شي او دا چې «طالبانو خپلې کړې ژمنې عملي کړې نه دي؛ نو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره شرایط برابر نه دي او د خروج نېټه باید وځنډول شي.»

دغه راپورونه داسې مهال دي، چې د امریکا نوې اداره وایي، له طالبانو سره کړی تړون بیا ځلې ارزوي او غواړي په ډاګه کړي، چې طالبانو خپلې ژمنې تر کومه بریده پوره کړې دي.

کابل حکومت هم په بیا، بیا له امریکا غواړي، چې له طالبانو سره کړی تړون بیا ځلې واروزي او له افغانستانه د عسکرو د ایستلو مخه ونیسي.

د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، د بایډن اداره د افغان سولې په اړه د بحث په تړاو یو پلاوی کابل ته رالېږي او تر څنګ یې د امریکا په مذاکراتي ټيم کې د خلیلزاد تر څنګ نوې څېرې ځایوي.

ورته مهال طالبان بیا د دوحې د تړون تعمیل په افغانستان کې د سولې د تامین یوازینۍ لاره بولي او ټینګار لري، چې امریکا باید کړې ژمنې عملي کړي او عسکر له افغانستانه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د دوحی د تړون ژمنی خو هغه ټولی عملی شوی دی. په ټول کال کی یو امریکایی عسکر ندی وژل شوی، امریکایانو سره مکمل اوربند عملی کیږی، انتحار او وژنه د پخوا په شان ادامه لری، پر عسکرو د پخوا په شان موټر بمب ځانوژنه روانه ده، په ښارونو کی ترو او وحشت خپور دی، سړکونه د پخوا په شان ویجاړیږی، عامه تاسیسات چور او ورانیږی، له ایران او مسکو څخه نوی اسلامی حکومت اعلانیږی نور نو د دوحی د تړون ژمنی څنګه وی؟ خبری د دوحی پر ځای پاتی دی طالبان ټول ایران او مسکو ته تللی ژمنی تاسی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دا لوی پهلوان چه د کمکی پهلوان سره په غیږ ورغلی باید کمکی لاندی باسی مګر کمکی په جسم کمکی مګر بیاوړتیا ډیره لری . د لوبی ګټونکی شی . نو د هغه پیړ بوړا پهلوان د کمکی پهلوان ګټلو ته تن نه ږدی ځغلی او د کونی شاته لاپی کوی چه [ والله که رانه خلاص شی زه به تاسره ګورم بی مرګه دی نه پریږدم او …… د دوحی تړون هم ستاسی په ننواتو ترسره شوی ستاسی پلار یی هم نقضولی نه شی . د طالبانو مادی امکانات ستاسی تر مادی امکاناتو سره د مقایسی وړ هم نه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx