نظــر

شهید استاذ عاطف؛ یو استاذ دعوتګر!

استاد محمد زمان مزمل

له استادانو مخکښ شاګردان:
هغه مهال چې د جمعیت اصلاح مشرانو د اسلام اباد په اسلامي پوهنتون کې د اسلامي ډلو د بد تعدد نه په بد تآثر وغوښتل چې د مهاجرو محصلینو ماحول له دې ناخوښه تعدد نه وژغوري نو په یوه سړه بې طرفۍ کې یې د ځوانانو د اتحادې اولنی زړی کېښود، هغوی د تنظیمي متعصبو ځوانانو د غبرګون باوجود خپله لاره په سړه سینه تعقیب کړه.

چا فکر هم نه کاوه چې د جهادي ډلو په ګاونډ او ماحول کې دې دغه زړی نلغه وباسي او څانګې شنې کړي، ولې دغو صابرو زلمیانو په هماغه تقسیم ګاونډ کې د یوې ژمنې راتلونکې او متحد افغانستان په هوس کې خپل کرلی زړی په خپل صبر ایماندارۍ خړوب کړ.

له دغو ځوانانو څخه یو هم شهید استاد عاطف و، که رښتیا مې پوښتئ دغو ځوانانو په خپله متعهد سابقه کې په خپله کښلې کرښه همغسې راروان دي.

انتخابات پکې انتخابات دي، مسؤلین پکې په خپل وخت عوضېږي او دېرش کاله شول چې دغه ځوانان په خپلو کې د آمر او مامور په منځ کې لاندې باندې کېږي.

زه چې د دغو عزیزانو له یو باوري ملګرو نه یم نن یې د شهید عاطف په ماتم کې وایم چې دغه عزیز ځوانان په خپل جمعیت اصلاح کې هاغه کردار اداء کړ چې که د کردار او د جمعیت اصلاح د راغلي تعامل په حساب ووایم چې دا شاګردان تر خپلو استاذانو یعنې اسلامي ډلو مخکښ دي نو په حقه به مې ویلې وي، اسلامې ډلې څوک پکې قومي ډلې شوې څوک پکې استبدادي شوې، څوک پکې د مادام العمر قیادت په ګرفت کې دي، څوک پکې میراثي ډلې شوې، یواځینۍ ډله چې د خپلو اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې رښتینې بدلېږي، نوي کېږي او ورځ تر بلې د ښوو ځوانانو یو الګو ماحول جوړوي هغه جمعیت اصلاح ده.

نن چې له دېرش کالو شاته د دغو عزیزانو هلو ځلو تاریخ ته ورګورم فخر کوم چې له مافیا او سیاسي کرونا نه پاکه ډله پکې همدا جمعیت اصلاح ده.

عاطف یو استاد دعوتګر:
له استاد عاطف سره له اوږدې مودې اشنا راغلی یم او د جمعیت اصلاح په مشرانو کې شهید عاطف هاغه څوک و چې زه یې په پېښور کې په خپل سیاسي کردار کې ډیر چېړلم، راسره سپین او پاک غږېد او د سوالونو په سلسله کې یې اکثرا محاصره کولم، ولې دا ټوله سلسله د یوه صمیمیت او حرمت په ماحول کې چلېدله.

شهید عاطف صیب ته یې ملګرو د استاذ خطاب کاوه ما هم هغه ته استاذ عاطف ویل او پوهېدم چې د هغه د کردار او مبتکرو ویناوو سره مناسب لقب و، عاطف شهید د استاذ لقب په حقه ګټلی و.

په یوه نیک تصادف کې کله هم چې زه د هغه ویناوو، خبرو او په جلسو کې د هغه د اظهاري نظر په وړاندې واقع شوی یم ما یې له خبرو خوند اخیست، په کومه طریقه چې هغه په محفل او ملاقات کې د خبرو انداز درلود هغه پکې یو فوق العاده انداز و، خپل مقابل او مخاطب یې د خپلې بشپړې توجه د پوښښ لاندې ساته، لحظه یې هم هغه د خطاب او افادې له کرښې بیرون نه پرېښود لنډ غږېد… سپین غږېد… او په خبرو کې يې د جانب مقابل د توجه لپاره ډېر څه درلودل.

زه چې دا څه وایم ماسره کیدای شي د جمعیت اصلاح په دننه او بهر کې ډېر هغه کسان چې له استاذ عاطف سره بلد او اشنا دي هغوی له ماسره په دې خبرو کې موافق وي او ډېرو ته به یې نن سبا او څو ورځې وروسته ګام په ګام د استاد عاطف د مینه ناکو ملاقاتونو لنډو او سپینو خبرو خاطرې وریادې شي.

هغه اوږده زمانه د جمعیت اصلاح د ورونو مشر پاتې شوی و او دا ددغو عزیزانو تر ټولو ښه او په ځای انتخاب و، نن چې مې د هغه د تابوت تر خوا د دغو زلميو سلګۍ لیدلې پوهېدم چې دوی په دوو شیانو ژړېدل:
۱-په شهید عاطف
۲- د خپل په ځای انتخاب، هغه د دغو عزیزانو رښتینی مشر و.

یو زړه ماتونکی تآثر:
ما نن شپه په مرحوم قانت صاحب باندې د شپې په خوب کې ډېر وژړل او چې راویښ شوم پوه شوم چې د خوب ډېر څه له ویښې سره توپیر لري ان ژړا هم.

ما مې دغه خوب له حاجي عبدالغفور او ډاکتر انور سره قیصه کړ او له ځان سره مې په خوب کې ویل چې ژوند د ګلانو په پټي کې د څو لحظو راغلی سیوری دی، په همدې کیسه کې وم چې ډاکتر صیب انور باډي ګارډ ماته موبیل مخې ته کړ او راته یې وویل دا سړی پېژنئ؟

ما ویل ولې دا خو استاذ عاطف دی هغه وویل:
دا نن سهار په یوه توره ماجرا کې شهید شو.
ما هغه ته وویل:
کاش کې دې پرې ایښی وای چې بل چا او لږ وروسته یې خبر کړای وای.

بې ریا یې باید ووایم چې د استاد سره د اوږدې ملګرۍ او سوابقو تصویرونه مې په خاطر کې هغسې راغلل چې روانه ورځ پرېږده دا تآثر به مو تر اوږدې زمانې وکړوي.

زه په داسې حال کې چې خپله د نورو تسلیت ته اړ یم خپله د تسلیت مراتب د هغه غم ځپلې کورنۍ، کړېدلو بچیانو، د جمعیت اصلاح مشرانو نویدي صیب، فخري صیب، مولوی صیب عبدالسلام عابد، ډاکتر صیب وزین، ډاکتر صیب مصباح الله او نورو ټولو ځوانانو ته وړاندې کوم.

لوی مولا دې ددغه دعوتګر استاذ تشه او د شهید استاد عاطف دعوتي کردار ړنګ تسلسل په بل او مناسب دعوتګر ډک او پوره کړي.

روح دې ښاد وي… پروردګار دې د خپلې رضا او عفوې په پریمانیو ونازوي.

امین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx