افغانستان

ایکانومسټ مجله: کابل حکومت یو «استبدادي رژيم» دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): له برتانیا څخه خپرېدونکي مجلې «ایکانومنسټ» د خپلو تازه څېړنو په اساس ویلي، چې کابل حکومت یو «استبدادي رژیم» دی چې په ډیموکراسۍ کې د نړۍ د وروسته پاتو حکومتونو له ډلې څخه حسابېږي.

د ایکانومسټ له لوري د «ډیموکراسۍ نړیواله درجه بندي» تر عنوان لاندې خپرو شویو موندونو کې راغلي، چې کابل حکومت د ډیموکراسۍ په برخه کې له لسو نومرو څخه یوازې ۲.۸۵ نومرې اخیستې دي او په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۳۹م هیواد شمېرل شوی دی.

د یادو موندنو په اساس، کابل حکومت «یو استبدادي رژیم» دی.

په دې موندنو کې راغلي، چې ناروې د ډیموکراسۍ په برخه کې لومړی،  ایسلنډ دوهم، سویډن دریم، نیوزیلنډ څلورم او کاناډا پنځمه درجه اخیستې او د تر ټولو ډیموکراټیکو هیوادونو په قطار کې راغلي دي.

د ایکانومسټ په څېړنو کې جوته شوې، چې شمالي کوریا، کانګو، لیبیا، او سوریه د ډیموکراسۍ له پلوه وروسته پاتې هیوادونه دي او نظامونه یې «استبدادي دي» چې فردي ازادۍ ته پکې ډېر ځای نه ورکول کېږي.

دغه راپور داسې مهال دی، چې په دوحه کې د افغان سولې د خبرو له دوام سره جوخت کابل حکومت ټینګار لري، چې ډیموکراسي د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنه ده او د سولې په خبرو کې معامله ورباندې کېدای شي.

د کابل حکومت مشر «اشرف غني» په بیا، بیا ټینګار لري چې دی د خلکو په خوښه واک ته رسېدلی او واک یوازې د «خلکو په رایه راغلې ادارې» ته سپارلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx