افغانستان

د هرات د غوریانو ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر په وسله وال برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي په وسله وال برید کې د هرات ولایت د غور ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر د وژلو خبر ورکوي.

د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، د غوریانو ولسوال فرهاد خادمي او د ملي امنیت مدیر روح الله نظري نن د پنجشنبې په ماسپښین د غوریان ـ زنده جان پر لویه لار د طالبانو له کمین سره مخ شوي.

نوموړی زیاتوي، په دغه کمیني برید کې د غوریانو د ملي امنیت مدیر روح الله نظري وژل شوی او درې تنه ساتونکي یې ټپیان دي؛ خو ولسوال د برید له ځایه په تېښته بریالی شوی دی.

دا په تیرو درې اونیو کې د غوریانو ولسوالۍ دویم لوړ پوړی امنیتي چارواکی دی چې د طالبانو په برید کې وژل کیږي.

درې اونۍ وړاندې د غوریانو ولسوالۍ امنیه قومندان نقیب الله سلطانزوی هم د طالبانو په کمیني برید کې خپل ژوند بایللی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x