شعـــــرونه

نور خلک چې واک واخلي هیواد یې ارتقا وکړي/ملنګ

دانش ملنګ

نور خلک چې واک واخلي هیواد یې ارتقا وکړي
زمونږ بیا چې واکمن شي له هیواد سره جفا وکړي

ځان خوندي کړي سرې سپینې ماڼۍ خارج کې جوړې کړي
ټول عمر یې بس دي د ټول نسل دومره غلا وکړي

ګرده غاصبین دي په فساد کې تورن شوي دي
دا ناچار ولس کوم یو چارواکي ته ژړا وکړي

نه به دا باچا سړی شي نه به دا ولس ويښ شي
نه به دا خرڅ شوی پوځ په ژوند کې کودتا وکړي

حل ده هره ستونزه وطن جوړ دی جګړه ختمه ده
بس چې څوک سم غور په غوښتنو د ملا وکړي

داسې که بې ننګه شي افغان دانش ملنګه نو
ژر ده چې حمله به شکست وړي روسان بیا وکړي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx