افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: که د دوحې تړون نقض شي، خطرناکې پایلې به ولري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې  د کانګرس له لوري د افغانستان د ارزونې لپاره جوړې شوې ډلې په خپل راپور کې طالبان د دوحې تړون د ژمنو په نه عملي کولو تورن کړل او د امریکا له نوې ادارې یې وغوښتل، چې له افغانستانه عسکر ونه باسي؛ طالبانو په یوه تبصره کې ویلي، چې امریکا باید د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي او د هغو کسانو په مشوره ګامونه وانخلي، چې په جګړه کې يې ګټې نغښتې دي.

د افغانستان د ارزونې ډله  چې مشري يې د امریکا پخوانی لوی درستیز «جوزف ډانفورډ» کوي، په خپل راپور کې يې ادعا کړې وه، چې طالبانو د دوحې تړون ژمنې عملي کړې نه دي او که چېرې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، افغانستان به کورنیو جګړو ته ولاړ شي، او القاعده به هلته پښې ټینګې کړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې طالبانو د ارزونې ډلې راپورونه بې بنسټه بللي او ټینګار یې کړی، چې د دوحې تړون ته بشپړه ژمنتیا لري او دا چې یاد تړون د طالبانو او امریکا په ګټه دی؛ نو ځکه باید عملي شي او بیا ځلې جګړه ییز حالت ته له تګ ډډه وشي.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې د امریکا نوې اداره باید د دوحې له تړون سره احساساتي چلند ونکړي او یاد تړون مات نکړي؛ ځکه ددوی له قوله، ددې تړون نقض کول به خطرناکې پایلې ولري او مسئولیت به یې د امریکا په غاړه وي.

د طالبانو له قوله، که تړون نقض شي بیا ځلې به یو جګړه ییز  حالت رامنځته شي چې د امریکا او افغانستان په زیان به وي « اسلامي امارت د دوحې تړون ته خپله ژمنتیا په اثبات رسولې، په تړون کې ترسره کړو ژمنو ته متعهد دی او د همدې  تړون  بشپړ عملي کیدل د افغانستان د روانې کشالې ګټوره حللاره ګڼي. نو بناء له داسي کړنو او څرګندونو باید ډډه وشي چې  بیرته  مو پخواني( جګړییز) حالت ته ستنوي،ځکه هماغه حالت نه دامریکا په ګټه و او نه هم دافغان ولس.»

بل لور ته د حکومت لومړي مرستیال «امرالله صالح» بیا د یاد شويو راپورونو له خپرېدو او د عسکرو د نه ایستلو له وړاندیز هرکلی کړی او د افغانستان په ګټه یې بللی.ږ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

عجیبی خبری کوی طالبان. طالبان کله چی له پاکستان څخه راغلل نور یی د خبرو اترو سره هغه پخوانی مینه نوه، پاکستانی سیاست یی غوره کړ او په ورخطایی سره یی ایران او مسکو ته منډی کړی او د خبرو مجلس یی پریښود. طالبانو د مسکو او ایران څخه د نوی اسلامی حکومت اعلانونه وکړل او په ښکاره یی د دوحی تړون سره خدای په امانی وکړه. نقض نور څه ته وایی؟؟ جنګ د پخوا په شان دود ساتل شوی، انتحار او حملی په عسکرو باندی همداسی روانی دی، په نوم د جهاد له کلیو او بانډو څخه له خلکو… نور لوستل »

Adam Khan

Sallamoona Talibano There is a trap, there is a trap, trust me there is a trap If you truly want a free and an Islamic Afghanistan, you should postpone talks with the Kabul admin until the complete pull out of foreign troops There is a trap for Afghans and the Islamic Emirate. They want to corner you and therefore the Afghans and Islamic Emirate will be losing the 20 years efforts, achievements, and sacrifice that they have gone through and will not be able to reorganize themselves at all Also, the determined Mullah Mujahid Ghazi Mohammad Omer is not there… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

ناصالح سر پیاز کون پیاز هغه کوم ## دی غنی د ځان به شان ارګ له ## ډک کړی مجب # صالح # ، فضلی # ، ###…… د غنی په شمول غلامان باید په خوښه یا په زور تر هلکو جوړوی ویدیو ګانی یی ډکوی ورته وایی د سرغړونو به صورت کی به دا علنی کیږی نو په دی ډول یی د غه لوړپوړی شغالان یرغمل نیولی. د دوحی تړون د امریکا د ماتی وخت کی توافق شوی چه نور جنګ راسره مه کوی موږ تښتو مونږ ته لیار خوښی کړی ، د افغانستان مجاهد ولس د دشمن سره… نور لوستل »

مجاهد

Br. Adam khan Asalam alikom
I love the way you discussing the Issues all the times Any way this time you are not happy and keep telling the traps and traps, why? To me every things are in good shape and good conditions, nothing ,wrong yet, The 40 years war tale a while for peace processing will takes ups and downs. Any way, the traps you are talking about, not been mentioned

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x