نظــر

د سپکو شخصي ګټو لپاره بېرته د جګړې اور ته لمن مه وهئ!

عبدالمالک همت

په دې وروستيو مياشتو کي د ګران افغانستان خلک خوښ وه چي د دوی د دې ټولو بدمرغيو لامل، د امريکا وحشي پوځيان به له دې هيواده ووځي، د دوی به د ارام ساوي وباسي او د خپلو ورانو ويجاړو په سمولو او د دې کنډواله سوي هيواد په بيا جوړولو به لګيا سي. خو په دې وروستيو کي چي په امريکا کي د جوبايډن په مشري نوې اداره رامنځ ته سوې ده د امريکې له ځينو منابعو او ادارو داسي خبري اوري چي بيرته په دې هيواد کي د جګړې د اور بلوونکي، بدمرغي راوړونکي او سختي خواشينوونکي دي.

د رسنيو د راپورونو له مخي دا اوس تازه د امریکا کانګرس سپارښتنه کړې، چې امریکایي عسکر دې تر هغو چې د سولې خبرې د پام وړ پایله ورکوي؛ له افغانستان څخه نه ایستل کېږي.

بل خوا د امریکا د کانګرس له لوري د «افغانستان د مطالعې ډلې» تر نامه لاندې جوړ شوي يوه ګروپ چې مشري يې د امریکا پخوانی لوی درستیز «جوزف ډانفورډ» کوي په خپل راپور کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژر ایستل به په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي او د «القاعده» په ګډون بهرنیو ډلو ته به دا فرصت په لاس ورکړي، چې افغانستان کې پښې ټینګې کړي.

په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې د بهرنیو عسکرو د ایستلو د پروسې دوام دې د دوحې تړون د ژمنو له تطبیقېدو سره وتړل شي او دا چې «طالبانو خپلې کړې ژمنې عملي کړې نه دي؛ نو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره شرایط برابر نه دي او د وتلو نېټه باید وځنډول شي.».

خو د امريکې جنګ طلبه او باد او بدمه غوښتونکي عناصر دي پوه سي چي د افغانستان خلکو نه دمخه جګړه غوښتې وه، او نه يې اوس غواړي. دوی په سوله او کراري کي ژوند کولو ته ډېر لېوال دی او تر زياته حده کوښښ کوي چي په هغه ډول  ژوند وکړي چي په ګټه يې وې او په دې ښه پوهېږي چي جنګ يې په ګټه نه دی. دوی په دې هم پوهېږي چي د امريکايي حاکمانو له خوا د جګړې اورونه بلول د امريکې د خلکو په ګټه هم نه دي او معلومات لري چي عام امريکايان ټول د جګړې ضد روحيه لري. او دا هم ده چي په افغانستان کي نور د امريکايي پوځيانو او استخباراتو پاته کېدو ته هيڅ اړتيا نسته. دغه د کورنۍ جګړې، د طالبانو د ژمنو د نه عملي کېدو، او دلته د القاعدې او نورو ډلو د بيرته پښو ټينګېدو خبري ټولي بې بنسټه پلمې او د امريکايي مادي پالو او فرصت طلبو، بدي استفادې کوونکو له بدو نيتونو څخه سرچينه اخلي.

دغو جګړه طلبانو او د خپلو ځاني حقيرو ګټو غوښتونکو ته بايد وويل سي چي  بس مو ده افغانستان مو ډېر لوټ کړ، د خپلو ځاني ګټو لپاره مو د امريکې اقتصاد دړي وړي کړ، ډېري پيسې مو حيف او ميل کړې، په نړۍ کي مو د امريکې نوم سره نيڅۍ کړ، امريکا او د امريکا خلک هلته په خپله امريکا کي د ډېرو ورانو ويجاړو سمېدو ته سخته اړتيا لري، راځئ په خپلو ګرېوانونو کي وګورئ، دغه د سولي طلايي فرصت له لاسه مه ورکوئ، بس ده دلته مو ډېر نه زغمونکي او نه بخښونکي جنايتونه وکړل، نور خپل تاريخ په نورو چټليو مه مرداروي! نور زموږ خلکو ته تکليف مه ورکوئ! که نه زموږ خلک به له وچي اړتيا ستاسي پر ضد داسي ودرېږي چي حالت به مو د شوروي يرغلګرو تر حالت ډېر در بتر کړي. تاسي بايد وپوهېږئ او سرونه خلاص کړئ چي بل هيڅ ولس ستاسي په وړاندي دغومره اوږد مقاومت نه دی کړی، نو دا ولس نور مه مجبوروئ چي داسي مو مات کړي چي نور مو د اوړو د پوزي ايښوولو فرصت هم له لاسه ورکړی وي.

وماعلينا الا البلاغ !

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

ماشاءالله.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx