شعـــــرونه

جام د طالبۍ د ستړي ژوند مې په سر واړاوه/سعيد

عبدالستار سعید

څومره چې و تریخ هومره په خوند مې په سر واړاوه
جام د طالبۍ د ستړي ژوند مې په سر واړاوه

څه په تنهایي د درست جهان په مخ کې ودرېدم
څه د زمانې عظیم ریشخند مې په سر واړاوه

راشئ د مستانو په پاخه کاڼي مې وتلئ
مات مې کړ، چې ځان یې باله رند مې په سر واړاوه

څه به وي زخمونه د بلبل او د بورا زه چې
دود شومه، سور اور لکه سپند مې په سر واړاوه

شپه وه د وصال خو ما د دین غزا ته تور لانچر
کټ مټ لکه ستا د سپین مړوند مې په سر واړاوه

مست نه وم سعیده، خو بې څوکه وخت مجبور کړم چې
پور د اندلس او سمرقند مې په سر واړاوه
ـــــــــــــــــ
۱۳۹۹ هـ ش د سلواغې ۱۶ مه
د هجرت ژوند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx