شعـــــرونه

زه ساده وم/ نور مدين بلخېل

نورمدين بلخېل

زه ساده ومه، مجنون وم
زه مین وم، لیونی وم
ته به هسکه غاړه تللې
خو زه ستا په غم کوړی وم

تا به ناز کړ په ښایست نې
ستا خصلت د پاچایانو
زه به ورک وم خپل ګریوان ته
ستا قدم و د خانانو

خلک ټول وو ستا ښکلا ته
ستا سندرو ستا ټپو ته
زه شاعر شوم ستا د حسن
تل به ناست وم، ستا کیسو ته

یو ناڅاپه وخت بدل شو
ته هم واوښتې بدله
غم شو، درد شو، لیلا جانې
خدای خبر لاړې په بله

لکه لمر د مازیګر شوې
بس جدا شوې ناګهانه
کربلا شوه هر طرف ته
راغله ټکه له اسمانه

نه مجرم، نه ګناهګار وم
خو بس هسې ربړیدلم
ستا انځور و را ته مخکې
هره ورځ به ژړیدلم

دا وطن هم را ته اور دی
بې له تا په کې اوسېږم
خپل خالق ته سوال زاري کړم
نه مړ کېږم، نه رغېږم

زه د ستا له ظلمه ژاړم
خدای به تا نکړي ازباده
دغه سوال کوم آسمان ته
رب د مه کړه په ژوند ښاده

ته هم مسته په خوندو کې
زه د وسوم ، سپیلنی شوم
جادوګرې څه د چل و
چې ته لاړې زه پردی شوم

اوس د غرونو لېونی یم
نه مې یار، نه مې ارام شته
زه بلخېل په تا عاشق شوم
نه مې کور شته، نه مې قام شته

پکتیا نن راډیو ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx