
پکتیکا کې ۳ تنه پولیس د یو کس د اختطاف پرمهال په لاس نیول شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې ۳ تنه پولیس د یو کس د تښتولو پرمهال لاس په لاس نیول شوي دي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې دغه پولیس تیرماښام د ښرنې ښار اړوند سیمه کې د سیمې ځوانانو نیولي او له پوښتنو وروسته یې د ښرنې امنیه قومندانۍ ته سپارلي دي.
یادې سرچینې د اختطاف په جرم د نیول شوو پولیسو د هویت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یوې بلې سرچینې بیا ویلي، چې دغه پولیس د سیمې د ځوانانو لخوا وهل او ټکول شوي هم دي.
په ورته مهال د پکتیکا مرکز ښرنې ښار د «حق غوښتنې ولسي حرکت» په نوم د ځوانانو یوې ډلې تیره شپه په خپلې فیسخپلې فیسبوک پاڼې ددې خبر د تایید ترڅنګ داسې لیکلي:
«نن ورځ د حق غوښتنې ولسي حرکت غړو د شرنې په ښار کې یو تن غل له یو عراده موتر سایکل تښتولو وروسته له موتر سایکل سره لاس په لاس ونیو او نن ماښام درې تنه محلي پولیسو چې د یو تن تښتولو هڅه یې کوله د حق غوښتنې ولسي حرکت غړو ونیول او له څېړنو وروسته دولت ته وسپارل شول .»
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د پکتیکا مرکز ښرنې او اړوندو سیمو کې د غلا او اختطاف پېښې زیاتې شوي، چې د خلکو په خبره په زیاترو دغو پېښو کې پولیس ښکېل دي.
دوه ورځې وړاندې هم د نصیب ولد انارګل په نوم یو اتلس کلن ځوان چې د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له مرکز ښرنې څخه نادرکه شوی او تراوسه یې کورنۍ په پیدا کولو نه ده بریالۍ شوې.
دا لومړی ځل نه دی چې پولیس د اختطاف او مسلحو غلاوو پرمهال لاس په لاس نیول کیږي، بلکې تردې وړاندې هم د پلازمینې کابل په شمول د هېواد په مختلفو ولایاتو کې پولیس د اختطاف او مسلحو غلاوو پرمهال نیول شوي، چې وروسته د پیسو او واسطې په بدل کې خوشې کړل شوي دي.