ادبي لیکني

شهید ملا محمد حسين مستسعد

محمد اشرف احرار

ساقي داسي يو جام راکړه
چي يې سيال نه وي جامونه

چي خمار يې خاص خمار وي
او رنګین مې شي خوبونه

چي ښکلا يې بې نڅا وي
بې ربابه اتڼونه

خندا ګانې وي د وصل
هره اوښکه مشالونه

زما د مينې هره سانده
شي سندره ګلورینه

د يار ياد مي خيال ته راشي
زنګوي مي پټ خيالونه

«شهید مستسعد»

د شهيد مستسعد له شعر او ادب سره اشنا شئ، د چا په کلام کې چې شاعرانه او صوفيانه ذوق شتون لري، چا چې په شعر کې تاریخي واقعیتونه، حماسه، تصوف، او ادبي نزاکتونه ټول را نغښتي، خلک وایي هغه د شپې راهب د ورځې شهسوار و، دا درسته ده ځکه کلام يې هم پر دې عادت شاهدي وايي، دده لوړ شعر دده د اوچت صوفيانه خيال او ذوق نهايي ښه انځور دی، دا مقام يوازي د حال مقام دی ډېر کم خلګ يې د ادب په چوکاټ کي ځايولای شي شهيد مستسعد له هماغه کمو کسانو شمېرل کېدای شي، خو کله چي دی حماسه وایي، نو دی بیا د نظامي او جنګي چارو يو ښه تجربه کار او ماهر ښکاري او ېو جذباتي تورزن او د انتقامي عاطفې څښتن څرګندېږي.

«خپلواکي کیسه د برم، ازادي د عزم نوم دی
غلامۍ کې د خپل برم کيسه بل چا ته نه کېږي

په ځنځير تړلي چا دي کوم محفل ته رابللي
ځنځيرونه به خلاص نشي ځنځيرونه شلول کېږي

ځواني مرګه یاره واوره، د ځوانۍ وار به دي اخلم
که نړۍ رانه بېلېږي، که نړۍ راته یو کېږي »

تصوف اوبه عاطفه، نازک مزاج، انفعالي طبعيت غواړي، ولي تورزني بالعکس تېزي، جوش، د طبعيت سختي غواړي، د شهيد مستسعد د شعر او کلام ځانګړتیا او ښکلا داده چي جامعیت پکې دی همدا متضاد څه يې د طبعيت په زور سره را ېو ځای کړي دي.

هغه شاعر ،صوفي او تورزن درې واړه و، ولي شاعران عموماً بې ځايه یعنې تر اندازې زيات نازک مزاجه وي تر دې حده چې جهاد د ازادۍ جنګ هم نشي زغملای له شعر څخه یوازي د فطرت ستاينې کار اخلي، ولي دا د ادب او شعر لمن راتنګول دي ځيني بیا ېوازي صوفیان وي، ځیني بیا ېوازي پر حماسه انحصار کوي. خو شهيد مستسعد د ادب پراخه او غني لمن درلوده، د هغه شعر بېشکه ابتکار و، اقبال د همدې جامعيت له امله نړيوال شو ځکه هغه بيا فلسفه او منطق په ادب او شعر کي سره یو ځای کړل د هغه شعر د خیال پر ځای ډېر نظریاتي و او دا د ادب په تاریخ کښې نوي پېښه وه.

شهيد مستسعد هم له هغو کمو شاعرانو ګڼل کېدای شي، هغه هم يو جامع شاعر و ، صوفي و، نظریاتي و، تورزن او جنګي سالار و، خو افسوس چي مرګ يي ډېر ژر ږغ ور ګونګ کړ ، شهيد مستسعد اوس پر دې دنيا نشته هغه خو ېو څو زورورې ټپې وويلې د وطن دننه جنګي ميدان يې انقلابي کړ ، خو کله چي هغه نړيوال کېدی، او ځان یې نړیوال اسلامي انقلاب ته جوړاوه، نو هغه بلبل هزار داستان د ابد لپاره خاموش سو، پر هغه عشق زور وکړ داغ داغ او زخمي زخمي يې کړ ، هغه د خپل ادب پر محدودیت پخپله اعتراف کړی:

زما کړم کړم وجود خوندي کړئ
د عشق داغونه ارمغان پکې دي

ما د وصال له روغتون مه راباسئ
زما د رنځ څو طبيبان پکې دي

د مستسعد له مرګه پس لږ ميراث
یو زوړ قلم څو کاغذان پکې دي

اشرف

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمري خپلواک

روح يي ښاد الله تعالی دی وکړي کورنۍ او ملګری یی سپیځلی سنګر او ممبر دواړه تعقیب کړي د قلم غځونی یی د هیرولو ندي هیله مو ده ټول قلمي أثار یی خوندي او نشر شې ترڅو ورڅخه استفاده وشې

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx