افغانستان

زلمی خلیلزاد او انټوني بلينکن پر افغان سولې غږېدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا متحده ايالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ د دغه د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن سره د افغانستان سولې او راتلونکو ګامونو په اړه غږېدلی دی.

انټوني بلينک په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، له زلمي خلیلزاد سره يې په افغانستان کې د راتلونکو ګامونو، د تروریزم د ګواښ څخه د امريکا او متحدينو خونديتوب، په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې او دايمي اوربند په اړه خبرې کړي دي.

زلمي خلیلزاد هم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د بهرنيو چارو وزير ته يې د افغانستان سولې بهیر په اړه معلومات ورکړل.

خلیلزاد ويلي: «موږ د شرایطو په رڼا کې پر خپلې سټراټيژۍ خبرې وکړه، داسې سټراټيژي، چې افغانستان ته سوله او ثبات راولي او د افغانستان خاوره د امريکا او ټولو متحدينو پر خلاف له کارولو منعه کړي.»

زلمی خلیلزاد د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د افغانستان سولې لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی و او له طالبانو سره له پرله‌پسې ناستو او بحثونو وروسته د نوموړي په مشرۍ د سولې تړون لاسليک شو.

د نوي ډيموکراټ ولسمشر جو بايډن د ادارې په راتلو د هغه د ماموريت موده وغځول شوه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن تېره اونۍ ويلي و، چې د خلیلزاد ماموريت اړين دی او پر خپل ځای به پاتې وي.

دا لومړی ځل دی، چې زلمي خلیلزاد د نوي حکومت يوه لوړپوړي چارواکي سره د افغانستان په سولې خبرې کړي دي.

د ولسمشر جو بايډن ادارې د ملي امنيت سلاکار جيک سوليوان او ورپسې د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن ويلي، دوی به له طالبانو سره د لاسليک شوي تړون ارزونه کوي او غواړي ځان پوهه کړي، چې په تړون کې په کومو مواردو بحثونه شوي دي.

د کابل حکومت د امريکايي چارواکو دغو څرګندونو ته خوښي ښکاره کړې او دا يې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو نوی باب بللی و.

د چارو څارونکي وايي، د پخوانيو چارواکو د تګلارو ارزونه طبيعي خبره ده.

د سيمه‌ييزو چارو کارپوه او د «نيوز» انګليسي ورځپاڼې ايډيتر رحيم الله يوسفزي له نن ټکی اسيا سره د خبرو پر مهال ويلي، چې پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بايډن د دوو مختلفو فکرونو لرونکي دي او طبيعي ده، چې دی به د هغه ټولې تګلارې ارزوي، چې يوه په کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون دی.

د ښاغلي يوسفزي په وينا د تړون اروزل په دې معنا نه دي، چې امريکا به دغه تړون لغوه کړي او بېرته به جګړې ته مخه کړي.

دی وايي، جو بايډن له پيله د دغې جګړې مخالف و او اوس ښه چانس په لاس ورغلی، چې د افغانستان شل کلنه جګړه پای ته ورسوي او نوموړی بايد دا چانس له لاسه ورنه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بس همدغو کافرو په تمه اوسی هر څه به ښه سی. بهتره لار له افغانانو سره خبری کول دی نن سبا له بهرنه ټپل شوی حکومتونه کار نه ورکوی بیغمه اوسی. طالبان دی یا حکومت سره جوړ شی او یا دی ټول عمر همداسی په ذلالت کی تیر کړی. کچیری دا مذاکرات ناکامیږی پدی پوه شی چی شمالی ټلواله همدا اوس د عسکرو او خلکو په جلبولو باندی لګیا دی کار کوی او افغانستان به یو وار بیا د ورانیدو خواته ځی چی همدا د پاکستان او ایران پلان او غوښتنه ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx