افغانستان

د جان کېري د سفر پایله نن اعلانېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۳): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پرون د جمعې پر ورځ کابل ته د ټاکنیزو لانجو د حل او د دوو مخکښو نوماندو ترمنځ د یوې مناسبې پرېکړې په موخه کابل ته راغی. د ښاغلي کېري د سفر خبر تېره سې شنبه مخکښ نوماند، عبدالله عبدالله د لویې جرګې په خېمه کې د خپلو پلویانو یوې غونډه کې ورکړ. ښاغلی عبدالله چې د ټاکنو د دویم پړاو پایلې نه مني، ولسمشر حامد کرزی، د ټاکنو کمېسیون او د دوام او بدلون ټیم (اشرف غني) غړي په درغلۍ تورنوي، د کېري سفر ته یې خپل «اقدام» وځنډاوه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، پرون (جمعه) لومړی له ولسمشر حامد کرزي سره د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې او بیا یې دواړه مخکښ نوماندان په کابل کې د امریکا سفارت ته وروغوښتل او هر یوه سره یې جلا جلا وکتل. ښاغلي کېري سربېره پر دې، له ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي، د کورنیو چارو وزیر، محمد عمر داوودزي، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د ملي امنیت سرپرست رئیس رحمت الله نبیل سره هم په کابل کې د امریکا سفارت کې کتل.

نن (شنبه) په کابل کې د جان کېري د مېشتېدنې دویمه ورځ ده. نن به بیا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، له افغان ولسمشر او دواړو مخکښو نوماند وسره ګوري. تر دې دمه رسنیو ته د ایتلافي حکومت، موقت حکومت او یا هم د بیاځلي ټاکنو انتخابونه راوتي دي.

نن به د کابل پر وخت د مازیګر څلور بجې، ښاغلی کېري د افغان ولسمشر، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په ګډون په خبري ناسته کې راڅرګندېږي او د خپل سفر پایله او پرېکړه به له رسنیو سره شریکوي.

د افغانستان د ۹۳کال د ولسمشرۍ ټاکنو له دویم پړاو راهیسې هغه مهال د کړکېچ بڼه غوره کړه، چې عبدالله عبدالله د دویم پړاو پایلې چې دی پکې مات ښودل شوی، ونه منلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x