نړۍ

جو بايډن د يمن جګړه کې د سعودي د ملاتړ ختمولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن د يمن جګړې کې د سعودي او متحده عربي اماراتو د شپږ کلنې جګړې د ملاتړ ختمولو اعلان کړی او پرېکړه يې کړې، چې د يمن جګړه بايد له سوله‌ييزو لارو پای ته ورسيږي.

جو بايډن د بهرنيو چارو وزارت مسؤولينو ته ويلي: «د يمن جګړه بايد نوره پای ته ورسيږي، موږ په دغه جګړه کې خپل پوځي ملاتړ  ختموو او ملګرو ملتونو ته زمينه برابروو، چې هلته بشري مرستې ورسوي.»

جو بايډن د بهرنيو چارو وزارت کې د کارکوونکو او ډيپلوماټانو غونډې ته وويل، چې امریکا نوره د خبرو مېز ته راستنه شوې او خليج لپاره د بهرنيو چارو وزارت پخوانی مرستيال ټيموتي لنډرکينج يې يمن لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.

ولسمشر بايډن ويلي، لينډرکينج په سيمه کې د پراخې تجربې څښتن دی او همدارنګه يې د سعودي عربستان پلازمېنې رياض کې هم د امريکا لوړپوړي ډيپلوماټ په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ایران ملاتړ لرونکو حوثي ملېشو په ۲۰۱۳ کال کې د يمن په رسميت پيژندل شوی حکومت نسکور کړ او ولسمشر عبد ربه منصور هادي له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره سعودي ته کډوال شو، له هغه وخته سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو په مشرۍ په شمول د اتو عربي هېوادونو د ايتلاف په مشرۍ په يمن کې جګړه پيل کړې ده.

سعودي عربستان د دې جګړې مشري کوي او د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې په دې جګړه کې د عربي ټلوالې ملاتړ کاوه.

د سعودي په مشرۍ عربي ايتلاف وايي، د عبد ربه منصور هادي حکومت واک ته تر رسېدو پورې به خپلې جګړې ته دوام ورکړي، خو د تېرو شپږو کلونو راهيسې کومه لاسته راوړنه نه لري.

د يمن جګړې له امله د نړۍ په کچه تر ټولو ستر ناورين رامنځته شوی او تر اوسه په دغه جګړه کې د ښځو او ماشومانو په شمول له يو لک لس زرو زيات کسان وژل شوي او ميليونونه يمنيان بې کوره شوي دي.

د امريکا له لوري د يمن جګړې ختمولو له امله به پر سعودي او متحده عربي اماراتو د ايف ۳۵ ډوله الوتکو سربېره د نوو او پرمختللو وسلو د خرڅولو بندیز ولګيږي، چې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ يې ژمنه کړې وه.

د يمن په اړه د جو بايډن تګلاره د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سياست سره په ډول په ټکر کې ده.

د بايډن له پرېکړې ښکاري، چې نوموړی د منځني ختيځ په اړه د سوله‌ييزې تګلارې د پلي کولو غوښتونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx