افغانستان

کندوز کې د ملي امنیت ۱۶ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ملي امنیت مربوط ۱۶ عسکر وژل شوي دي.

دا پېښه تیره شپه د خان آباد ولسوالۍ په «تپه اختر» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندوز د ولایتي شورا رئیس محمدیوسف ایوبي وايي، طالبانو تیره شپه د خان آباد ولسوالۍ په ستراتيژيکې سیمې «تپه اختر» کې د ملي امنیت اړوند یوې پوستې باندې برید کړی، چې له امله یې یادې پوستې سقوط کړی دی.

نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې د ملي امنیت تر حمایت لاندې ۱۶ تنه محلي پولیس(اربکیان) وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د کندزو ولایتي چارواکي ددې پېښې په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx