شعـــــرونه

سپېڅلې زندګې/هلال مهاجر

هلال مهاجر

تېريږي به دې څومره غم ځپلې زندګي
جانانه څه ستونزمنه ځوریدلې زندګي

ته مه وایه خیر مونږ هم له حالاتو نه جاج اخلو
چې څومره ده داخل کې کړیدلې زندګي

خبریږو چې سختۍ دي تکلیفونه دي، چاپې دي
وي سخته به ضرور شبګیر وهلې زندګي

یخ ژمی، سړې شپې دي، اشنا رب دې نګهبان شه
ستومان به وي کوي به دردیدلې زندګي

صابر اوسه په ستونزو تکلیفونو مجاهده
درکړې ده څښتن ډېره سپېڅلې زندګي

منم چې په ظاهر به بلا ستونزې وي دې لار کې
دی پټ پکې سکون دا نازولې زندګي

زمونږ د ټولې ورځې له کمزوري عبادت نه
بهتره ده ستا یو ساعت ښاغلې زندګي

هلکه طالب جانه بس ستا دا افتخار بس دی
چې ترک دې کړه په دین د کور او کلي زندګي

هلال وایي دنیا کې که کړیږي که ځوریږي
کړه جوړه دې عقبا کې ځان ته ښکلې زندګي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x