افغانستانسولې اړوند خبرونه

پخلاینې عالي شورا: طالبانو په «غیرمعقولو دلایلو» د سولې خبرې ځنډولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیل شوی، د پخلاینې عالي شورا وایي، طالبانو په «غیرمعقولو دلایلو» د افغان سولې بهیر ځنډولی او د مذاکراتو له مېزه د بهرنیو هیوادونو په سفر تللي دي.

د پخلاینې عالي شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل مذاکراتي ټیم چې د «کابل حکومت، افغان ولس او سیاسي جریانونو» له ملاتړ څخه برخمن دی، له بشپړ واک او صلاحیت سره په خپل وخت مذاکراتي بهیر ته ورګرځېدلی او خبرو ته چمتو دی.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې طالبانو بیا په «غیر معقولو دلایلو» او «بهانه جوړولو» باندې د سولې خبرې ترک کړي دي، د بهرنیو هیوادونو په حاشیوي سفرونو وتلي او تر څنګ یې افغانستان کې د جګړې کچه هم لوړه کړې.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې اوس مهال  په افغانستان کې  د جګړې د پای ته رسولو او د «ویني بهېدنې» د درولو لپاره یو مناسب فرصت رامنځته شوی، چې طالبان باید له کابل سره په ګډه ګټه ترې واخلي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې له تېرو دریو اوونیو راپدېخوا بین الافغاني مذاکرات روان دي مګر لا هم پکې کوم جوت پرمختګ نه دی رامنځته شوی.

ورته مهال طالبان بیا د روسيې او ایران په سفر وتلي او د یادو هیوادونو له رهبرۍ سره یې د افغان سولې پروسې او هیواد کې د روان وضعیت په اړه بحثونه کړي.

داسې ښکاري، چې طالبان غواړي بین الافغاني مذاکرات د دوحې له تړون سره سم مخته یوسي او د امریکا متحده ایالات د هغو ژمنو عملي کولو ته مجبورکړي، چې د دوحې د تړون له مخې یې باید د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیل سره سم عملي کړې وای.

د دوحې د تړون له مخې امریکا باید د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو هڅه وکړي، او د بین الافغاني مذاکراتو له پيلېدو وروسته د طالبانو د پاتې بندیانو د خلاصون لړۍ پيل شي؛ خو تر دې دمه په یادو شویو برخو کې هیڅ کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Sallamoona Talibano There is a trap, there is a trap, trust me there is a trap If you truly want a free and an Islamic Afghanistan, you should postpone talks with the Kabul admin until the complete pull out of foreign troops There is a trap for Afghans and the Islamic Emirate. They want to corner you and therefore the Afghans and Islamic Emirate will be losing the 20 years efforts, achievements, and sacrifice that they have gone through and will not be able to reorganize themselves at all Also, the determined Mullah Mujahid Ghazi Mohammad Omer is not there… نور لوستل »

احمدشاه

تو به خدایه
په فارسی کی یو متل دی وایی
کوله ره مار میگزه ما ره بقی کور
وس د خدای د پاره دغه “ سړی “ هم راغلی خلکو ته د معقول اوغیر معقول سبق وراکاوی
توبه توبه دا غوند د قیامت نشی دی!

ملا جانان

نړیوال ائتلاف تر اوسه پوري طالبانو یوازي د جګړې په ډګر کي زغلولی وو. د ډیپلوماسي کشونه یې لا پاته دي. راځۍ چي د ګلمرجان خبره و ارزوو چي رښتیا معقوله ده او که نه. ټولو طرفو په دې خبره توافق وکړ چي د صلحي بین الافغاني خبري به د امریکا او طالبانو د سوي تړون په اساس کیږي. اوس جو بربنډ حکم جاري کړ چي موږ د طالبانو سره سوی توافق دسره ارزوو. دا خپله دا معنا لري چي د صلحي خبري تر هغه وخته پوري وځنډول سي تر څو چي جو بربنډ د سوي توافقنامې ریویو تر سره… نور لوستل »

طوطی

ملا جانان ته: تر ګلمرجانه زیاد ## ته یی. ګوره د جوبایدن یی څه طالبانو به هر خواته سفرونه نه کول او د دوحی خبری به یی همداسی جاری ساتلی وې. د تړون ارزونه باید وشی ځکه چی طالبان جنګ همداسی دود ساتلی. کله چی د طالب ۵۰۰۰ کسان خوشی شول نو طالبانو باید حد اقل د افغانانو د وژلو څخه لاس اخیستی وای خو برعکس جنګونه نور هم زیاد شول. لږ دی عقل سرته راوله د طالبانو وسله له کومه راځی، آیا پوهیږی د یوې ورځی د جنګ مصرف څومره دی؟ دا مهمات، اکمالات دا خو څه من و… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx