افغانستانسولې اړوند خبرونه

ستانکزی: په مذاکراتو کې بیړه ښایي د «افغانانو ګټې»ضایع کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم مشر «معصوم ستانکزی» وايي، مذاکرات د افغانستان د ټولو خلکو ګډه موضوع ده او که دې برخه کې له بیړي کار واخیستل شي، ښایي د افغانانو ګټې ضایع شي.

ستانکزی چې د افغانستان د یو شمېر مدني ټولنو له استازو، ژورنالستانو او نورو مطرحو څېرو سره یې د ویډيويي کنفرانس له لارې خبرې کولې وویل، چې د سولې خبرې باید چټکې کړل شي؛ خو دا چې د افغانستان د سولې بهیر د ټولو افغانانو مشترک دی؛ نو په دې برخه کې باید د ټولو نظرونه هم په پام کې ونیول شي او له بیړي څخه په کار اخیستلو باید د افغانانو ګټې ضایع نکړل شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د افغان سولې په برخه کې باید د افغانو توقعات او هیلې په نظر کې ونیول شي او هغوی ته په کتو ګام واخیستل شي.

ورته مهال د مصالحې عالي شورا بیا طالبان تورنوي، چې د افغان سولې خبرو له مېزه په شا شوي او پر مذاکراتو د تمرکز په ځای په «حاشیوي سفرونو» بوخت دي، چې له امله یې مذاکراتي بهیر ورو شوی دی.

د پخلاینې عالي شورا د خبرپاڼې له مخې، د جمهوریت مذاکراتي ټیم له بشپړ واک او صلاحیت سره د خبرو مېز ته ګرځېدلی او د خلکو له بشپړ ملاتړ برخمن دي، مګر طالبان د خبرو له مېزه د بهرنیو هیوادونو په سفر تللي دي.

داسې ښکاري، چې طالبان غواړي بین الافغاني مذاکرات د دوحې له تړون سره سم مخته یوسي او د امریکا متحده ایالات د هغو ژمنو عملي کولو ته مجبورکړي، چې د دوحې د تړون له مخې یې باید د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیل سره سم عملي کړې وای.

د دوحې د تړون له مخې امریکا باید د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو هڅه وکړي، او د بین الافغاني مذاکراتو له پيلېدو وروسته د طالبانو د پاتې بندیانو د خلاصون لړۍ پيل شي؛ خو تر دې دمه په یادو شویو برخو کې هیڅ کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx