افغانستان

د طالبانو لوړ پوړی پلاوی ترکمنستان ته تللی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیم تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرې په دوحه کې پیل شوې دي؛ د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی ترکمنستان ته تللی دی.

طالبانو ته یو شمېر نږدې سرچینو «نن ټکی اسیا» ته ومنله، چې د طالبانو د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر د رییس «ملا برادر اخند» په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د ترکمنستان په رسمي بلنه یاد هیواد ته تللی دی.

که څه هم تر دې دمه ترکمنستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو دوو پلاوو له تهران او مسکو څخه لیدنې کړې وي او د یادو دواړه هیوادونو له چارواکو سره یې د افغان سولې او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې وي.

ورته مهال کابل حکومت بیا سیمه ییزو هیوادونو ته د طالبانو پرلپسې سفرونو اندېښمن کړی او هغوی تورنوي، چې د مذاکراتو له مېزه يې ځان ګوښه کړی.

د کابل د پخلاینې عالي شورا وایي، طالبانو د مذاکراتو مېز پرېښی او په غیراړینو حاشیوي سفرونو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کابل خو ملامت ندی دا د دوحی خبری طالبانو چا ته پریښی؟ آیا دا نقض د تړون ندی چی طالبان په چکر ګرځی او د دوحی خبری یی همداسی پریښی دی؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x