د سولې څارلیکنې

سوله د خپلواکۍ په ګرو کې ده

عبدالغفار سربڼ

د سولې شرط خپلواکي ده
بې شماره بیروبار او بې پایه بحثونه روان دي، حتی ډیر ذکي او هوښیار شنونکي او سیاسي مبصرین د اشغالګرو او د هغوی د اجیرانو له کړنو نه داسې ګنګس او سرګردانه شوي چې پخپلو خبرو او شننو کې د جاري ناورین او غمیزې اصلي علت او انګیزه له هغوی نه هیره شي.

دا د دوی ناپوهي نه ده بلکه د غداره او مکاره دښمن کثیرالاضلاع او څو بعدي کړنلاره ده چې کله کله خپله له دوی نه هم لاره ورکه شي.

دا خبره په یاد باید وساتو چې د امارت اسلامي د سولې کړنلاره منوطه او مربوطه ده، له خپلواکۍ يعنې د یرغلګرو انخلاء او پوره وتو سره د هرې بهرنۍ لاس وهنې ختمیدل.

بیا په تکرار او په بل عبارت: سوله د خپلواکۍ تابع ده، سوله دا منل دي چې پر افغانستان یرغل تجاوز و.

د بهرنیانو شتون افغانستان کې استیلا او قاتلانه عمل دی او دغه اشغال د اسلامي شعایرو سره په ټکر کې دی، تر هغو چې پر یو اسلامي نظام چې د ثبات او خپلواکۍ او ناپيلتوب ضامن  دی، اجماع او اتفاق رانه شي سوله هسې پریشانه او بې تعبیره خوب دی.

هغه هوښیار شنونکي چې د کابل د ادارې هویت او ماهیت پيژني ولې د هغو د استازو خبرې تکراروي او سوله سوله وایي او یو ځلې هم دا د اسلامي نظام او خپلواکۍ او د بهرنیو عسکرو او لاسوهنو او مداخلې الفاظ نه یادوي.

ددغې ادارې د خبرو او چټیاتو پيښې نور نه دي په کار، که طالبان اوربند وکړي پرته له دې چې بهرنیان وتلي وي  او اسلامي نظام باندې فیصله نه وي شوې بهرني لاسوهنه نه وي قطع شوې، افغانان به طالبان مسول او ماخوذ وګڼي او ددې احتمال شته چې افغانان د طالبانو په خلاف پاڅون وکړي.

د څلورو لسیزو قرباني ددې له پاره نه وه چې کومه سرسري بې مقداره د سولې تړون لاسلیک شي او بیا ټوپک مار قومي ملیشې او اجیران هغه بین الافغاني جګړه پيل کړې او پخپل سر حکومتونه جوړ کړي کوم چې د روس د وتلو نه وروسته جوړ شوی وو.

طالبان ستړی شول په دې خبرو چې:
یا به بنیادي تړون او فیصلې ته رسیږو چې بیا د بهرنیانو لاسوهنې او تجاوز او اشغال ته ضرورت او بهانه پیدا نه شي او د دوی پر مټ بل هیڅ یو افغان دې ته مجبور نه شي تر څو قدرت ته د رسیدلو لپاره بهرني طاقتونو او هیوادو ته مراجعه وکړي او بیا د هغوی مزدوري ته ملا وتړي.

یعنې د روس یرغل او د هغه علل به په اتفاق منو. بیا د ناټو او امریکا یرغل او د هغه علل به هم منو.
دا به هم منو چې افغانان فقط د اسلام تر بیرغ لاندی او د یو اسلامي نظام تر رهبرۍ لاندې اتفاق او اجماع ته رسیدلی شي او په دموکراسۍ کې دا قوت او جذابیت ونه موندل شو چې افغانان سره یو موټی او متحد کړي او بیا له بهرنیانو سره به د مزدور په هویت نه بلکه د اقتصادي شریک په بڼه چلند کیږی.

که دا ونه منل شي هره فیصله به سرسري او موقتي فیصله وي او هماغه پایله به ولري لکه تیرې بین الافغاني فیصلې.

او یا به داسې موقتي تړون کیږي لکه د بنین سوان تړون له مجاهدینو او د کابل له روسي ادارې سره او یا د بن کنفرانس چې حتی هغه چې ارګ کې کښیناست (کرزی) هم ترې راضي نه و، یا د حکمتیار او غني تړون چې د چا په خبره شل سلنه هم نه دي اجراء شوي.

هر یو لګیا ده همدا وایي او لیکي چې پر افغانانو زړه وسوځوي بس کړي دواړو خواوو ته دا اپیل کوي چې وینه مه تویوئ.
دا ورونه داسې غافل دي چې سترګې پټې نیسئ او دا نه ویني چې کابلۍ اداره غواړي طالبان بې وسلې کړي.
پر طالبانو او عوامو هره ورځ یرغل وروړی په دې هیلې چې تر هغو چې امریکایان وځي ډیر طالبان بندیان کړي او دوی نه وسله پر ځمکه کيږدي يعنې په زور یې تسلیم کړي، دا  بیخي جاهلانه تجربه ناټو او امریکا د خپلو سلها زره عسکرو په شتون کې ونه شو کولای چې بریالی یې کړي نو د دغو وږو تږو او ډارنو عسکرو په زور به دا کله ممکنه وي.

خو څوک چې خپلې کړنې هېرې کړې خامخا تجربه شوې غلطۍ بیا تجربه کوي سره له دې چې دا یقین لري چې ناکامه تجربه ده.

د شګو نه بندونه جوړول کله د اوبو مستو څپو ته دریدلی شي، لوټه په اوبو کې اچول بیا پرې تېرېدل موقتي او سرسري کړنې دي او ځان او خلک غولول دي.

هغوی چې د ناورین پای غواړي د سولې له پاره د جګړې علت ختمول غواړي.

سوله د خپلواکی په ګرو کی ده
پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، عرب، پشه يي، بلوچ، نورستاني او نور……
ښځي، کوچني، سپين ږيري او کوم افغان به د یو اسلامي نظام سره مخالفت ولري یا به د بهرنیانو د شتون دوام وغواړي او له بهرني لاس وهنې سره مخالف نه وي. دغه غوښتنې اساسي دي، دغه غوښتنې باید سر لوحه د هرې لیکنې وي.
سل کاله کیږي چې د دیمکراسۍ جمهوریت او سیکولریزم او د بشر د حقوقو او د میرمنو د حقوقو جعلي او درواغجنه چیغې کیږي، دغو نعرو کوم اسلامي هیواد ته ثبات، سوله او خپلواکي راوستې ده چې دلته یې راولی.

د الله لار ته مخه کړئ

اِنْ كُنْتُمْ مُوْمِنِينْ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx