افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا دفاع وزیر «د خبرو له لارې د جګړې د ختمولو» په اړه له غني سره غږېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر «لویډ اسټین» د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره تلیفوني خبرې کړې دي او د افغان سولې او د واشنګټن او کابل تر منځ د اړیکو د لا غښتلتیا په اړه ورسره غږېدلی.

له پنټاګان څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې «لویډ اسټین» د کابل-واشنګټن تر منځ د اړیکو په غښتلتیا خبرې کړې دي او د امریکایي او افغان پوځيانو د «ګډو قربانیو» ستاینه يې کړې ده.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د خبرو په مهال دواړو لورو  د افغان سولې او په افغانستان کې د خبرو له  لارې د یوه سیاسي جوړښت د رامنځته کېدو په اړه خبرې کړې دي او ټینګار شوی، چې د سولې روان فرصت باید ضایع نکړل شي.

ورته مهال له ارګ څخه په یوه بېله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له «غني» سره د خبرو په مهال «اسټین» د دولتي عسکرو قربانۍ ستایلې دي او د امریکا متحده ایالات یې هغې سولې ته ژمن بللي، چې دوامداره او پایداره وي.

د خبرپاڼې له مخې، په تلیفوني خبرو کې د اشرف غني لومړي مرستیال او د ملي امنیت شورا سلاکار په امنیتي سکتور کې د «اصلاحاتو» په اړه اسټین ته معلومات ورکړي دي.

د خبرو له لارې د جګړې د ختمولو په اړتیا د غني او اسټین خبرې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس، افغانستان کې امریکایي  ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټي کچې ته رارسېدلی او تر څنګ يې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرې هم پیل شوي دي.

کابل حکومت په بیا، بیا له امریکا غوښتنه کوي، چې له طالبانو سره کړی تړون وارزوي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

وایي چي عکسونه خبري کوي. ښه وایي. د دې لیکنې په سر کي عکس ته لږ متوجه سئ چي څه وایي؟ د افغانستان د ولس مشري ماڼۍ یو مجهز اطاق کي پر لوکس فرنیچر ناست څلور کسان چي بهتریني جامې په تن، د هیواد د اداره کولو لپاره پراخ امکانات او قدرت د بهرني غیر مشروط ملاتړ څخه برخمن دي. په هر څه مکمل ښکاري. دا چي د دې څلورو کسانو په کوپړیو کي پراته دماغونه د عقله خالي دي د هغه څرک یوازي د دوئ د کارکردګي څخه معلومولای سو. د دوئ دماغونه تر دغه اندازې شستشوی مغزي دلاري… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx