افغانستان

کابل کې د دوو چاودنو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله واووښتله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په کابل ښار کې د دوو چاودنو له امله د یو پولیس افسر په ګډون د ۷ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړنۍ چاودنه نن سهار د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند باغ قاضي سړک ته څېرمه په یو دوکان کې رامنځته شوې، چې له امله یې د ۳ هندوانو په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دویمه چاودنه له غرمې وړاندې ۱۰ بجې او ۴۱ دقیقې د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند خیرخانه کې د پولیسو په رنجر موټر د مقناطیسي ماین له کبله رامنځته شوې ده.

د فردوس په خبره په دغه چاودنه کې لږ تر لږه یو پولیس افسر وژل شوی او موټر یې هم زیانمن شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx