افغانستان

هلمند کې د پولیسو خپلمنځي نښتې له امله ۸ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د پولیسو خپلمنځي نښتې له امله د ۸ پولیسو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه نن سهار وختي د لښکرګاه اړوند درېیمې حوزې په «جمپ» پوستې کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ۳ پولیسو د ناڅرګندو دلایلو له امله د پوستې دننه په نورو پولیسو ډزې وکړې.

په دغه نښته کې لږ تر لږه ۸ تنه پولیس وژل شوي او بریدګر پولیس له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx