افغانستان

کندهار کې د دولتی عسکرو په توپچي برید ۲ تنکي ماشومان ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): دکندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي برید د ۲ تنکو ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک وايي، تیره شپه دولس بجې د پنجوايي ولسوالۍ «سپيروان» سیمه د دولتي الوتکو او توپچي وسلو بمبار لاندې راغلې، چې له امله یې د خلکو ګڼ کورونه زیانمن شوي او ۲ تنه په خوب ویده تنکي ماشومان ټپیان شوي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ملکي خلکو په کورونو د دولتي عسکرو «ړندې» بمبارۍ او توپچي بریدونه زیات شوي، چې ورسره د ملکيانو د تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx