افغانستان

طالبانو ترکمنستان سره د ټاپي پروژې او دوه اړخیزو همکاریو په هکله خبرې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): ترکمنستان په سفر تللي د طالبانو لوړ پوړي پلاوي ددغه هېواد له چارواکو سره د ټاپي پروژې او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په هکله بحثونه او خبرې کړي دي.

د سیمې او نړۍ هېوادونو د سفرونو په لړۍ کې تیره ورځ د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړ پوړی طالب پلاوی د ترکمنستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته رسېدلی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې ملا عبدالغني برادر او مل پلاوي نن د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په ګډون لوړ پوړو ترکمن چارواکو سره لیدلي دي.

نوموړي څرګنده کړې چې دغه لیدنه په «دوستانه» فضاء کې ترسره شوې د «ټاپي» د ګازو نل لیکې، ریل ګاډي پټلۍ په څېر افغانستان کې د ترکمنستان هېواد د پيلو کړو پروژو څخه د ملاتړ، دوه اړخیزو ښو اړیکو، د سرحدونو امنیت، د بندیانو د خلاصون او تعلیمي او روغتیايي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحثونه او خبرې شوې دي.

ډاکټرنعیم دغه راز ویلي، چې ددې لیدنې په ترڅ کې د افغانستان د روان وضعیت او سولې او ثبات په اړه هم دواړو لورو خپل نظرونه تبادله کړي دي.

د شنونکو په باور په داسې حال کې چې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو خبرې له بُن بست سره مخ دي او د امریکا د متحدو ایالتونو نوې اداره له طالبانو سره لاسلیک شوی د سولې تړون په بیا ارزوي، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د طالبانو د سیاسي استازو سفرونه د طالبانو سیاسي مشروعیت تقویه کوي او د کابل حکومت له انزوا سره مخ کوي.

په ترکمانستان کې د طالبانو مطبوعاتي کانفرانس:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ګرچه طالبانو د دوحی خبری پریښی او په سفرونو بوخت دی خو زه فکر کوم چی دا سفرونه هم په یو حساب سولی ته ښه ګټه رسولای شی. د همسایه ګانو د منافعو د ساتلو لپاره د هغوی قناعت حاصلول، هغوی ته ډاډ ورکول چی په آینده حکومت کی به بین المللی اصول تر پښو لاندی کیږی نه او داسی نور. د طالبانو سفر چین او اربکستان ته هم اړین دی خو طالبانو د دوحی د خبرو او د اوربند او سولی ضمانت هم باید خلکو ته ورکړی. او که په یوی افغانستان شموله غونډه باندی خبری وشی او د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x