روغتیا

د سینې سرطان په ۲۰۲۰م کال کې تر ټولو زیات خپور شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): یوې وروستۍ څیړنې څرګنده کړې چې د تېر ۲۰۲۰م کال په جریان کې د سینې سرطان (تیو سرطان) تر ټولو زیات تشخیص شوی چې د سرطان نورو ډولونو په پرتله خورا لوړ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په ۲۰۲۰م کال کې د سینې سرطان ۲.۳ ملیونه نوې قضیې تشخیص شوي او په نړۍ کې د وژونکي ناروغۍ تر ټولو عام ډول ګرځېدلی دی.

د څیړنې معلوماتو ښودلې چې د سینې سرطان په نړۍ کې د تشخیص شوي ټولو سرطان ناروغیو کې ۱۱.۷ سلنه برخه درلوده، چې په لومړي وار په نړۍ کې له نورو سرطانونو زیات خپور شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د وینا له مخې، سرطان به د نړۍ نفوس زیاتېدو سره د ۲۰۴۰م کال په شاوخوا کې هر کال له ۱۹.۳ ملیونو څخه ۳۰ ملیونو ته لوړ شي.

د روغتیا سازمان د وینا له مخې نړۍ کې د سږو سرطان په دویمه مرتبه زیات خپور شوی چې د ټولو سرطانو له مجموعې څخه یې ۱۱.۷ سلنه برخه قضیې شمېرل شوي، او دغه ناروغان تشخیص او جدي درملنې ته اړتیا لري. دغه راز د کولمو او مقعد سرطان په دې لیست کې په دریم نمبر زیات خپور شوی دی.

د امریکا د سرطان ټولنې څیړونکې «هیونا سونګ» ویلي، په تېرو دوه لسیزو کې هر کال د سږو سرطان تر ټولو عام سرطان دی چې زیات کسان پرې اخته شوي دي.

د سرطان ناورغي پيژندوکي د سینې سرطان د زیاتېدو یو شمېر لاملونه ښودلي چې یو یې د زیاتو معایناتو ترسره کول دی.

دغه راز ویل کیږي د وزن زیاتوالی، د فزیکي فعالیتونو نشتوالی، د الکولو کارول، د ماشومانو زیږیدلو مخنیوی او په طبیعي ډول ماشوم ته شیدې نه ورکول یې هم یو شمېر لاملونه دي.

څیړنې څرګنده کړې، هغه میرمنې چې په سپورتي فعالیتونو بوختې وي د سینې پر سرطان کمې اخته کیږي.

بل لوري ته څیړنې خبرداری ورکړی چې د سږو سرطان لا هم د مړینې تر ټولو ستر لامل دی، یوازې تېر کال د سږو سرطان د ۱.۸ ملیونه کسانو ژوند اخیستی چې د ټولو سرطانو څخه د مړینو ۱۸ سلنه کیږي.

دغې څیړنې پر هغو ارقامو تکیه کړې چې د څیړنې نړیوالې ادارې لخوا تصویب شوي، دوی وایي تېر کال د سرطان ۱۹.۳ ملیونه نوې پېښې کشف شوي په داسې حال کې چې ۱۰ ملیونه د سرطان ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پروسږکال روغتیا پوهانو د سرطان پر وړاندې مبارزه کې د کرونا ناروغۍ پایلو په اړه خبرداری ورکړی و، په داسې حال کې چې ټولې طبي هڅې پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ متمرکزې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x