شعـــــرونه

قدردانه بندیوانه/ صديق درياب

صديق درياب

د تورو تمبو شاته قدردانه بندیوانه
الله خو دې زر راوله جانانه بندیوانه

زنځیر د دروازې مې تر سهاره نه تړمه
زه وایم ګوندې راشې ناګهانه بندیوانه

د مینې معتکفه بس یو څو ورځې دي پاتې
اختر ته د خلاصون دي په ما ګرانه بندیوانه

روزي د مصر تخت له دې فطرت که فکر وکړې
تبریک شه د یوسف په لار روانه بندیوانه

پنجرې او زولنې دې اشنا نخښه د کمال ده
بې خونده ټپوسان ازاد پریمانه بندیوانه

دا اوښکې ملغلرې امیلونه کړه دریاؔبه
ساتم دې یادګارونه د هجرانه بندیوانه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx