روغتیا

کرونا ویروس: د واکسینو منفي اغیز څه دی؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په برتانیه کې د یوې څیړنې دریمه برخه کسانو ویلي چې د کرونا واکسین له اخیستلو وروسته یې ځینې منفي اغیزونه چې ډير یې جدي نه دي، تجربه کړي دي، ځکه چې دوی اکثرا یوازې د انجکشن ساحې شاوخوا پړسوب موندلی دی.

روغتیا پوهان وایي، دا پایلې له یوې سروې وروسته څرګندې شوي چې په کې ۴۰ زره هغو کسانو چې د کرونا واکسین یې ترلاسه کړي برخه اخیستې ده، خو د کرونا واکسینو څخه د جانبي عوارضو په اړه ټولو ته ډاډ ورکوي.

د کرونا واکسین په خپله ویروس له منځه نه وړي، مګر په بدن کې داسې قوه او د ویروس ضد مادې رامنځته کوي چې بدن د ویروس په اړه معافیت لپاره چمتو کوي تر څو په هغه حالت کې بدن له ویروس څخه وژغوري چې انسان پرې اخته کیږي.

تر دې مهاله په نړۍ کې له ۶۰ میلیونو ډېرو کسانو د کرونا یو یا دوه ډوزه واکسین ترلاسه کړې دي، خو په دې اړه لا هم ځینې خلکو ته پوښتنې راولاړیږي چې دغه واکسین به تر څومره مودې انسان له ویروسه ژغوري او یا به د ویروس نوې چټکې خپریدونکې بڼې د واکسینو له لارې بې اغیزه شي یا نه؟

روغتیا پوهان او څیړنیز مرکزونه وایي چې له واکسین اخیستلو وروسته یو انسان لږ تر لږه تر ۶ میاشتو د ویروس پر وړاندې مقاومت کولی شي، په داسې حال کې چې ځینې نور یې دغه موده زیاته او ځینو یې ۳ میاشتې ښودلې دي.

د واکسینو منفي اغیز په اړه د څیړنې پایله وایي، هغه کسان چې د واکسینو یو ډوز یې ترلاسه کړی ۳۷ سلنو یې د بدن دردونه او د انجکشن په ځای کې یې پړسوب موندلی، خو هغو چې واکسین یې دوه ډوزه اخیستی ۴۵ سلنو یې جانبي عوارض موندلي دي.

دغه راز د لومړنۍ ډوز ترلاسه کولو یوه اونۍ وروسته ۱۴ سلنو د لوړې تودوخې، د خارښت او د بدن ریږدیدلو ستونزې موندلي، ددوی دغه ستونزې د دوهم ډوز ترلاسه کولو ورورسته ۲۲ سلنو ته لوړې شوې دي.

څیړونکي وایي، هغه کسان چې د اوږدمهالې الرژي یا حساسیت ښکار وي باید د فایزر-بیونټیک او د مودرنا واکسینو څخه ډډه وکړي، ځکه چې دا جانبي عوارض لري.

بل لوري ته لا هم په نړۍ کې ډاکټران او د څیړنې مرکزونه د واکسینو د خوندیتوب په اړه څیړنې کوي.

څیړونکي وايي، د کرونا واکسینو ځینې منفي عوارض دا په ډاګه کوي چې د انسان معافیت سیستم واکسینو ته غبرګون ښيي، دا له اندېښنې لرې يو ښه خبر دی، خو دوی ټینګار کوي چې خلک دې د واټن مراعاتولو، ماسک اغوستلو او نورو احتیاطي ګامونو پورته کولو ته دوام ورکړي، ځکه چې واکسین لا هم ۱۰۰ سلنه فعال نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx