نظــر

د مرحوم عبدالحی مطمئن د ستر فراقت ياد…

ډاکټر احرار

ائینه خوندي کړئ ائينه مه ماتوئ
پردېس طالب ده زړه یې مه ماتوئ

د ائينې په ماتولو د خیرن مخ علاج یو نوی او ناسم دود دی، ائینه د ژوندانه ښه وسیله ده په کتلو یې انسان ته د مخ د ښکلا کچه او داغونه معلومیږي د خپل مخ د داغونو علاج وکړئ تر څو مو حسن لا زیات شي، د أئیني په ماتولو یې ریچې نورو ته زخمونه ورکوي…!

ملګري او دوستان مې تل رانه خفه وي، ګرم هم ندي، زموږ تګلاره ورته اغزنه ښکاري یوازیتوب او منزویتوب لري د خاموشۍ او سرټیټۍ تلقین راته کوي.

د اسلامي امارت د خوله ور ویاند او ستر قلموال د شعر او نثر هنرمند ملا عبدالحی مطمئن د مرثیې لیکل زما د حیثیت او استعداد خبره نده دا چې خپلواک، ډاډمن او د کمال څښتن مو استاد او د راز شریک و خاموشي راته بې مروتي ښکاري او د ملګرو خفګان ته یوځل بیا اوږه ورکوم کیدای شي ستړی او ګیله من روح یې ښاد او زما د بځی وسۍ احساس وکړي.

زه د پاک نفسه مجاهد، عالم، مؤرخ او شاعر شهید ملا محمدحسین مستسعد ورور او شاګرد یم. مطمئن او مستسعد دواړه د ښه استعداد، اورني قلم، حق ګویه او د ” ولایخافون لومة لائم ” مصداق داعیان او غازیان ول، دوی تل د حق په وړاندې د خپل منصب او حیثیت سره بېباک پاتې شوي، تل یې اسلام، اسلامي نظام او د مرحوم امیرالمؤمنین د تګلارې دفاع کړې، په دې لاره کې یې خواږه ملګري بایللي، د غربت ، افلاس او رنځ ښکار شوي کیدای شې د دوی په څیر به ډیر طالبان وي او نزاکتا به څه نه وایي او خاموشي به غنیمت ګڼي.

زموږ د ستر پیشوا محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په حدیث خپل مطلب راټولوم رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي یو مسلمان د بل مسلمان لپاره ائینه ده لکه په ائینه کې چې موږ ځان وینو مسلمانان داسې یو له بله باید سره درک کړي د نیکو او بدو اعمالو تذکره سره وکړي، عواقب سره وسنجوي اولیتونه وټاکي او مسلمانان له اخروي او دنیوي نقصاناتو خبر کړي او د همدغې دندې له امله محمدي امت ته د خیر امت ویل شوي دي ولې په ډیر تأسف سره بدبختانه نن په امت کې او په خاص ډول په دینداره طبقه کې د زغم او برداشت قوه ختمه شوې، هر چاته ځان جنتي ښکاري، ځان څه آن خپل ټول تربرونه او نژدې انډیوالان د شفاعت لست ته شامل کړي، په دنیا کې یې هم امتیازات ورته موندلي او د اخرت ټیکه یې هم وهلې، که کوم نقصان ورته په ګوته کړي چې وروره دا زموږ د شهیدانو له ارمانونو او د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر رحمة الله علیه له تګلارې سره جفا ده. دی به داسي عکس العمل وښیي لکه محراب چې دې نړولی وي اخر ولې، ترڅه وخته موږ به کله بلوغ ته رسیږو، موږ به کله خپل خیرن ګریوانه ته سر ټیټوو، کله به دا درک کړو چې دا تکبر او علوه پر څه؟
ایا ته د امیرالمؤمنین د مبارزې او وروستي ژوند نه د حیا احساس نلرې، پوهیږې ته د کومو نازکو طالبانو په وینو دغه منصب ته رسیدلی یې؟

ته لږ د حماقت له دائرې سر را بهر کړه، د دې سپېڅلي هدف لپاره څومره ماشومان یتیمان شول، ظالمه څومره خویندې مو کونډې شوي زه او ته خو سره خبر یو ته چیرته وې ستا د هجرت د نعمتونو ډک ژوند او د امیرالمؤمنین او مجاهدینو طالبانو د سنګر ژوند، لوږې او تندې ، د ډرون او شپنیو چاپو ژوند ، پردۍ او وچه ډوډۍ و چې ته یې مشر کړې، ته یې وځلولې، ته یې په نړۍ وپېژندلې، ته یې له سمڅې نه سکرین ته راوستې، ته نړیوال شوې سفرونه کوې په پینځه ستوریز هوټلونو کې شپی سبا کوې بچي دې درې وخته په خېټه ماړه وي، تعلیم پرې کوي دا د ځان حق ګڼې، د هغه عمري لښکر یو داعي، مجاهد ، عالم او لیکوال که نیوکه درباندې وکړه ستا په سپینو جامو تور داغ یې درته په ګوته کړ نور نو بیا هغه ناقد باید په ځان حیران شي او د تېښتې لاره غوره کړي، نور هغه بیا په صف کې باید ځای ونلري پټ شي، تهدید شي او ستا له لوري تر اقتصادي او روحي فشار لاندې شي او بالاخره سا ورکړي او تر ټولو لومړۍ ساندې هم ترې پرې وايې.

د نفس او هوس په نیلۍ سپور زموږ ملګریه!
د آئینې قدر وکړه، په ائینه کې د لیدونکو داغونو علاج وکړه، په ځان کی د زغم،  هضم او جذب وړتیا پیداکړه، زموږ هدف ته او یا زه کله وو؟

وروره زموږ ستر هدف د اسلام نفاذ او بقا ده په دې لاره کې مو سترې قربانۍ ورکړي دي او دروند مسؤلیت راله غاړې دی، ستا غوندې ډېر په ځان مئین زورواکي ول چې بالاخره د تکبر او غرور له امله د اغیار پښو ته ولوېدل. راشئ نور ملګري وژغورو د ډاډ او خپلواکۍ احساس ورکړو له نرګس توب او بې زړه توب نه یې وژغورو؛ تر څو یې له کمال څخه تلپاتې ګټه واخلو، ډاډمنه وروره ډاډ درکوم تا د خپلې حصې حق اداء کړ، ستا یاد به تل ژوندی وي، ستا اشعار به تر ډېره د سنګر او ممبر ږغ وي، ستا نغمې به ځینې سنګر، ځینې اصلاح ته هڅوي ستا د خپلواکۍ درس او د غلامۍ پیغور وزمه اشعار به د اغیارو د مزدورانو لپاره د يوې حیدري څپیړې نه کم نه وي روح دي ښاد او یاد دی یاد.

یاري اسانه د جانانه د وفا لانجه ده
نن خو تیریږي مسافره د صبا لانجه ده

رب ته شفیع شه ای خپلواکه مطمئنه یاره
موږ ته راپیښه د قدرت او د جناح لانجه ده

ډاکټر احرار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمري خپلواک

السلام علیکم
ګرانه وروره ډیرته ښه نبوی نسخه ده که څوک یی ومني هم دا ترخه خو مستسعد مرحوم او مطمئن جان څیښل وروره تا نشو زهیر لیدلای پریږده دلته تریخ حقیقت په خلګو د ډرون د ګذار نه هم بد لګیږي د مطمئن روح دی ښاد وې تاسو ته یی د تعزیت او غم شریکی اجر د الله له درباره غواړم

ساپی

ډیرقدرمن ډاکترصیب سلامونه اونیکی هیلې. کوردی ودان چې په ډانګ پییلې لیکنه دی کړی ده اودملګرتوب حق دی اداء کړالله ج دی اجردرکړی ارواښادمطمئن صیب کله به چې اماراتوته راغی نوزماپوښتنه به یې په هغه سختوحالاتوکې ضرورکوله ځکه زما اودده اشنایې دهغه وخت څخه شروع شوه کله چې زماپه مشرئ په کال ۱۲/۱۹۹۷ ع یوهیئت داروپااوامریکا څخه کندهارته ولاړواوهلته یې راسره یوه اوږده مرکه دشریعت راډیولپاره دارواښادمشرملاصیب په میلمستون کې وکړه اوبیاپه کال ۲۰۱۲ /۲۰۱۳ع کې داذان مجلې لپاره په اماراتوکې مرکه وکړه اودالړۍ دمرګ څخه یې دوه میاشي مخکی هم روانه وه چې دژونددستونزوڅخه به یې وخت ناوخته دزړه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x